د زمري د میاشتې د28 نیټې کودتا،تر ابد پورې د امریکا او انګلستان پر ټنډې د بې ننګۍ داغ
پارس ټوډې – د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي د زمري د میاشتې د اتویشتمې نیټې د کودتا په کلیزې کې،په دغې کودتا کې د امریکا او انګلستان رول ته په اشارې سره روښانه کړې ده ،د ۱۳۳۲لمریز کال د زمري یا اسد د میاشتې د ۲۸ کودتا له لارې په ایران کې د ولسی حکومت د نسکورولو بې ننګي به د امریکا او انګریزرژيمونو پر ټنډې تر ابد پورې د بې ننګۍ داغ وي.
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي ناصر کنعاني د ۱۳۳۲ لمریز کال د زمری د میاشتې د 28 کودتا د کلیزې په مناسبت په ایکس ټولنیز چینل کې پخپل پيغام کې ولیکل؛ په نورو هیوادونو کې مریَتوب ، استعمار، کودتاګانې او پوځي لاسوهنې،په نړۍ کې د امریکا او انګلستان د لاسوهنو د بې ننګۍ او تورتمې مخینې یوازینۍ یوه برخه ده.
پارس ټوډې راپور ورکړی، ناصرکنعاني زیاته کړې ده؛د ۱۳۳۲لمریز کال د زمري د میاشتې د 28 نیټې د کودتا له لارې په ایران کې د ډاکټر محمد مصدق د ولسی حکومت دنسکورولو سپير اقدام او له استبداده پوځي ،امنیتی او سیاسی ملاتړ، به تر ابد پورې د امریکا او انګریز رژيمونو پر سپیرې ټنډې د بې ننګۍ داغ وي.
د ایران د خارجه وزارت ویندوي په دوام کې ووئيل؛ همدغه دواړه هیوادونه په دغه شان تورتمې کارنامې سره همدااوس هم د اسرائيلو د جعلي او توکمپال رژیم او په غزې کې د نسل وژونکي رژیم نامحدود ملاتړ کوي او په عین حال کې ځ ان د ډیموکراسۍ او انسان دوستۍ د حقوقو بیرغوال هم ګڼي.
نن د یکشنې په ورځ له 71 کاله وروسته د زمري دمیاشتې د ۲۸نیټې د کودتا له کلیزې سره په یووخت ددغې تاریخي پيښې په دوسیې دغور لومړنۍ غونډه د تهران ولایت د لوئې څارنوالۍ د نړیوالو چارو په 55 څانګې کې ترسره شوه.
د ۱۳۳۲لمریزکال د زمری د میاشتې د 28کودتا محکمه( د امریکا د حکومت، خارجه وزارت، دامریکا د استخباراتو مرکزي ادارې ، دامریکا د خزانې چارو وزرات، کانګرس او فیډرل رزرؤ پشمول د زمری د میاشتې د اته ویشتمې د کودتا دعواملو په ضد دایرانیو ښاریزو دعوا)د څه دپاسه څلور سوه کسانو په اپیل سره د قاضي مجید حسین زاده په مشرۍ پیل شوه.
ددغې دوسیې غوښتنه،۱۳ اصلی مادې لري چې د کودتا له امله تاوانونو ته اشاره کوي.
ترټولو مهم تاوان او خسارتونه، د ایران دتیلو په نغرَلو کې د امریکا او انګلستان اقدام ،البته د ایران په ملت دوهم پهپلوي استبداد ۲۵ مسلط کول دي چې د غوښتنې په متن کې شته دي.
د ۱۳۳۲لمریز کال د زمری دم یاشتې په اته ویشتمه نیټه د ستم شاهي رژيم د پوځ یوشمیر پوځیانو د امریکا او انګلستان په ملګرتیا سره، د( وخت لومړي وزیر) محمد مصدق د حکومت په نسکورولو سره ، محمد رضا پهلوي چې بهر ته تښتیدلی ؤ، بیرته د سلطنت په ګدئ کيښناوۀ. د مصدق دحکومت په نسکوریدا سره د استعمار ګرو حکومتونو لاسونه چې دیوې لنډې مودې لپاره غوڅ شوي وو، بیرته ایران ته رااوږدۀ شول. د زمری دمیاشتې د اته ویشتمې نیټې کودتا، په ایران کې د تیلو د صنعت د ملی کیدا د غورځنګ د بریالیتو په وخت کې د امریکا او انګلستان د لاسوهنو یوه برخه وه.