له اروپائي هیوادونو سره د ایران د اړیکو بیا رغونه ځيني شرائط لري
(last modified Fri, 23 Aug 2024 00:01:52 GMT )
Aug 23, 2024 04:31 Asia/Kabul
  • له اروپائي هیوادونو سره د ایران د اړیکو بیا رغونه ځيني شرائط لري

پارس ټوډې - د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر سید عباس عراقچي  پخپلې لومړنۍ بهرني مرکې کې ټينګار وکړ،د یوشمیر شرطونو په اساس له امریکا سره دتاؤتریخوالو په مدیریّت او له اروپائي هیوادونو سره د اړیکو په بیارغونې پسې یوو.

زمونږخبریال راپور راکړ، دسید عباس عراقچي پخپلې لومړنۍ خصوصي مرکې  کې  ووئيل، د ایران  خارجه وزارت به د ایران داقتصادی بندیزونو دختمولو  او په نړیوالې ټولنې کې  عادی تجارتي اړیکو ته د بیرته ستنیدا  په لړ کې د ټاکونکي ګام په توګه،له واشنګټن سره د تاؤتریخوالو په  مدیریّت او  له اروپائي هیوادونو سره دایړکو په بیا رغونې پسې وي، خو   د ۲۰۱۵کال د جامعې ایټمي موافقې د احیاء  او د ایران په ضد دبندیزونو دخ تمولو لپاره د دوی دغلیمانه کړچار د لیریکیدا او دهڅې په شرط سره.

عباس عراقچي ووئيل، د ایران په اسلامی شورا کې ئې د خپل بهرني سیاست په وینا کې ئې  د ایران د ملت د اساسی اصولو په رعایتولو سره او د جدي ،متمرکزو  او اوږدو  خبرواترو له لارې  د بندیزونو په تیره بیا د یواړخیزو بندیزونو د ختمولو پر حساس هدف ټینګار کړی دی.

عراقچي  کیوډو نیوز ته  په خپلې لومړنۍ بهرنۍ خصوصي مرکې کې ووئيل،پر دې مو باؤر دی چې  ایران او جاپان  په مختلفو توانمنیو سره او په عین حال کې په درستې آسیا کې د یوه تل پاتې او ګټه ور مشارکت د رامینځةکولو لپاره  ډير زیات پوټینشلونه لري. د ایران  خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې  ایران به  د  تیلو او انرژۍ په برخې کې له فعالیت سره  دلچسپي لرونکو  جاپانیو شرکتونو هرکلی وکړي،  ووئيل، جاپان  د ایران د تیلو پلیټ فارمونو ته بیرته ګرځیدلی او د خپلو تیلی تولیداتو پراختیا سره مرسته کولی شي.  

 

ټیګونه