له ۳۲ میلیاردو ډالرو څخه زیات، له خپلو ګاونډیانو سره د ایران د غیر تیلي سوداګرۍ کچه
(last modified Thu, 26 Sep 2024 08:16:14 GMT )
Sep 26, 2024 12:46 Asia/Kabul
  • له ۳۲ میلیاردو ډالرو څخه زیات، له خپلو ګاونډیانو سره د ایران د غیر تیلي سوداګرۍ کچه

پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د ګمرکونو مشر وویل: په تېرو شپږو میاشتو کې له ۱۵ ګاونډیو هېوادونو سره د ایران د غیرتیلي سودګرۍ اندازه ۳۲ میلیارد او ۶۰۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ګمرکونو مشر«محمد رضواني فر» څرګنده کړه: په تېرو شپږو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو سره د ایران د غیر تیلي سوداګرۍ اندازه ۵۰ میلیونه ټنه وه.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، رضواني فر زیاته کړه: د ایران د غیر تیلي سوداګرۍ کچه، د تېر کال د همدې مودې په پرتله، د وزن له لحاظه ۵ سلنه او د ارزښت له لحاظه ۱۵ سلنه زیاته شوې ده.

د ایران د ګمرکونو عمومي مشر د ایران د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سترو سوداګریزو شریکانو په اړه وویل: په دې موده کې متحده عربي امارات، ترکیه، عراق، پاکستان او روسیه د ایران په ګاونډیو هېوادونو کې مهم تجارتي شریکان دي.

کلیدي کلمې: د ایران ګمرک، د ایران سوداګري، د ایران د غیر تیلي سوداګرۍ کچه، د ایران پر وړاندې د امریکا د بندیزونو اغېزې.

ټیګونه