د اسلامي انقلاب پر ضد د استبدادي رژيم د جګړې څرنګوالي ته د امام خامنه يي ځواب، مقاومت خامخا بريالی دی
(last modified Thu, 26 Sep 2024 08:49:39 GMT )
Sep 26, 2024 13:19 Asia/Kabul
  • د اسلامي انقلاب پر ضد د استبدادي رژيم د جګړې څرنګوالي ته د امام خامنه يي ځواب، مقاومت خامخا بريالی دی

پارس ټوډې - پرون سهار چهار شنبه د اسلامي انقلاب رهبر امام خامنه يي، د سپېڅلي دفاع او مقاومت له زرګونه زبرځواکونو او فعالانو سره په کتنه کې، د ایران د اسلامي جمهوریت په خلاف د عراق د بعث رژیم د تحمیل شوي جنګ د پیلولو علتونه بیان کړل.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر پر دې باندې په ټینګار سره چې د دغو خبرو مخاطب هر څوک دی، په تېره بیا ځوان نسل دی، په ۱۳۵۹ کال کې د ایران د ملت په خلاف د جنګ د پیل د علت په بیانولو سره وویل: د ایران پر پولو باندې د حملې انګېزه، په صدام او بعث ګوند پورې ځانګړې نه وه، بلکې د هغه وخت د نړیوال نظم سرلارو، یعنې امریکا او د شوروي اتحاد او د هغوی پیروانو هم د حملې لپاره ډېره انګېزه درلوده.

د پارس ټوډې په دې مطلب کې، له اسلامي انقلاب سره د سترو قدرتونو د دښمنۍ د علت په اړه، د امام خامنه يي پر واضح کوونکو ټکو خبرې کوو.

اسلامي انقلاب؛ په نړۍ کې د غلط حاکم پر وړاندې روښانه غږ

هغوی د ایران له بې ساري ولسي انقلاب سره د زبرځواکونو د دښمنۍ لامل، د نوي تفکر نه منل او د دوی لپاره د دغه انقلاب پیغام یاد کړ او زیاته یې کړه:

د دوی د دښمنۍ لامل دا وو چې اسلامي انقلاب د نړۍ د باطل نظم او پر نړۍ باندې د تخریبي حاکم او د تسلطي نظام یعنې نړۍ په مستبد او تسلط منلو باندې وېشل او پر نورو هېوادونو د تسلط او کلتور مسلط کوونکو پر وړاندې ښکاره غږ وو.

د ملتونو لپاره د اسلامي انقلاب د نویو ویناوو جذابیت

امام خامنه يي پر دې باندې په ټینګار سره چې دیکتاتورانو نشو کولای چې د اسلامي انقلاب نوې خبره چې د ملتونو لپاره په زړه پورې او د پرمختګ وړ وه، وزغمي او څرګنده یې کړه: دوی د فرصت په انتظار وو چې پر ایران حمله وکړي او صدام چې یو ځان غوښتونکي، تمه درلودونکی، بد، ظالم او بې ملاحظه شخص وو، دا فرصت قدرتونو ته برابر کړ او  د دوی په تحریک سره، پر ایران یې برید وکړ.

له تسلطي نظام سره د اسلامي انقلاب مخالفت

هغوی په ​​دوام کې په داخل کې د ځینو کسانو څرګندونو ته په اشارې سره چې ګواکي اسلامي جمهوریت له ټولې نړۍ بد او په غوسه دی، وویل: که د دوی مطلب، له نړۍ سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پرې کول وي، چې ښکاره له حقیقت سره مخالف دي، ځکه نن ورځ موږ له هغو هېوادونو سره په تماس او تعامل کې یو، چې د نړۍ نیمايي وګړي پکې ژوند کوي، خو که له غوسې څخه معنا، له تسلطي نظام له سیاسي نظم سره مخالفت دی، دا سمه خبره ده او موږ لکه د انقلاب د پیل په څېر، له تسلطي نظام سره چې نن ورځ غربیان او د دوی په سر کې امریکا ده، موږ په روښانه توګه مخالف یو او دا مخالفت اعلانوو.

د زور خبرو نه منل

د اسلامي انقلاب معظم رهبر همداشان پر دې په ټینګار سره چې نن سبا په مختلفو ډګرونو کې د ایران د ملت د درېدو او حضور په برکت سره، د ایران پر پولو باندې د حملې جرات نشته، څرګنده کړه چې د نن ورځې سلطه ګران په بل ډول په فساد او سرکشۍ بوخت دي او باید د غاښ له بیخ څخه پوه شو چې د دښمنیو لامل، د اټومي انرژۍ او بشري حقونو او د ښځو د حقونو په څېر پلمې نه دي، بلکې دوی د فاسد نړیوال نظام پر وړاندې د اسلامي جمهوریت له نوې خبرې سره مخالف دي او تر څو چې خلک او اسلامي نظام د دوی د زور خبرې ونه مني، دا مخالفتونه به حل نه شي، چې بې له شکه موږ به د دوی د زور خبرې هم ونه منو.

د اسلامي انقلاب معنوي جاذبه

امام خامنه يي د اسلامي نظام د سیاسي جذبې سربېره یعنی د غلط نړیوال نظام په مقابل کې د هغوی مقاومت، د هغوی معنوي جاذبه یعنی الهي ایمان، هم د نړۍ د هېوادونو د ملتونو او ځوانانو په جلبولو او د سلطه ګرو په وحشت کې موثره ګڼلې ده.

امام خامنه يي په دغه کتنه کې همدارنګه د فلسطین او لبنان اوسنۍ پېښې د مقدسې دفاع د دورې پېښې او د خدای په لاره کې د جهاد یوه بېلګه وبلله او ویې ویل:

د فلسطین په نوم یو اسلامي هېواد د نړۍ تر ټولو بدو کفارو له لورې غصب شوی او حتمي او شرعي حکم یې دا دی چې هرڅوک باید هڅه وکړي چې فلسطین او مسجد الاقصی بېرته خپلو اصلي مالکانو ته وسپاري.

د اسلامي انقلاب رهبر زیاته کړه:

د لبنان حزب الله چې د غزې له امله خپل ټټر نیولی دی او له ترخو پېښو سره مخ دی، د فی سبیل الله جهاد په حال کې دی.

هغوی له اته کلنې جګړې سره د دغې جګړې بل ته ورته والي ته په اشارې سره وویل: په دې جګړه کې کافر او خبیث دښمن، تر ټولو زیات تجهیزات لري او امریکا یې تر شا ولاړه ده او د امریکایانو ادعا چې دوی د صهیونیسټانو له کړنو خبر نه دي او په هغه کې دخالت هم نه لري، دا له واقعیت سره مخالف دي.

د اسلامي انقلاب رهبر دې ته په اشارې سره چې صهیونیسټي دښمن پیسې، وسلې او نړیوال تبلیغات لري، وویل:

د مؤمن او مجاهد لوري تجهیزات او امکانات، د مقابل لوري په پرتله خورا کم دي، مګر فاتح اړخ في سبیل الله مجاهد یعنې د فلسطین مقاومت او د لبنان حزب الله دی.

امام خامنه يي د مقاومت د جبهې د بریالیتوب لامل، د بې ګناه ښځو او ماشومانو په ډله ایزه توګه وژنه او د ښوونځیو او روغتونونو په بمبارولو کې د صهیونیسټي رژیم جنایتکارانه اقدامات وبلل او زیاته یې کړه: که چېرې صهیونیسټي رژیم توانېدلی وای مبارزو سرتېرو ته په غزه، لوېدیځه غاړه او لبنان کې ماتې ورکړي، نو د بریا او برترۍ لپاره یې د دې ډول جرمونو ترسره کولو ته اړتیا نه درلوده.

مهمې جملې: امام خامنه يي څوک دی؟ د ایران پر وړاندې د عراق د بعث رژیم جګړه، اسلامي انقلاب، د اسرائیلو جنایتونه، د غزې جګړه، لبنان

 

ټیګونه