د قدس ځواک قوماندان: د شهید نصرالله لارې او مکتب ته به د قدس تر ازادۍ پورې دوام ورکوو
سردار جنرال «اسماعیل قاآني» د سید حسن نصرالله د شهادت په مناسبت یو پيغام صادر کړ. د پارس ټوډی د خبر له مخې د سردار قاآني د پيغام متن په دا ډول دی:
پارس ټوډی- د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران د قدس ځواک قومندان د لبنان د حزب الله د عمومي منشي سید حسن نصر الله د شهادت په مبارکۍ او تسلیت ویلو سره څرګنده کړه: د شهید نصر الله لارې او مکتب ته به د فلسطین تر فتح او د قدس شریف تر آزادۍ پورې جاري وساتو.
سردار جنرال «اسماعیل قاآني» د سید حسن نصرالله د شهادت په مناسبت یو پيغام صادر کړ. د پارس ټوډی د خبر له مخې د سردار قاآني د پيغام متن په دا ډول دی:
د حزب الله د مجاهد مشر سید حسن نصر الله مظلومانه او زړه دردونکي شهادت مونږ ټول غمجن کړو او د اسلامي مقاومت جبهه او د نړۍ پتمن انسانان یې ویرجن کړل.
هغه ګران عزیز، خپل ټولو برکتناک او له ویاړه ډک عمر د اسلام او قرآن له ډیر خبیث دښمن سره د مبارزې په میدان کښې تیر کړ او آخر یې خپله الهي وینه او ارزښتناک سر، د لوړو اسلامي اهدافو او د فلسطین له مظلوم ولسه پّه ملاتړ او د لبنان د خلکو له سرلوړۍ ځار کړ.
زه په غمګین البته د خدای فضل او عنایت ته په هیله مند زړه سره، په حزب الله غورځنګ کښې مجاهدو وروڼو او د هغه ګران عزیز قدرمنې کورنۍ او د مقاومت په جبهه کښې خپلو ټولو وروڼو ته د زړه له کومې د اسلامي مقاومت د ستر سید د شهادت مبارکي او تسلیت وایم او ان شاءالله د هغه د لارې او مکتب په دوام کښې به، د قدس شریف تر آزادۍ او د فلسطین تر بریالیتوب پورې ستاسو ترڅنګ پاتې شم.