د ایران د وسله والو ځواکونو لخوا د صهیونیسټي رژيم مجازات قانوني او مشروع وو
(last modified Fri, 04 Oct 2024 12:11:26 GMT )
Oct 04, 2024 16:41 Asia/Kabul
  • د ایران د وسله والو ځواکونو لخوا د صهیونیسټي رژيم مجازات قانوني او مشروع وو

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د جمعې د لمانځه په خطبو کې وویل: د اسلام د دفاعي احکامو، د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون او د نړیوالو قوانینو په اساس، د صهیونیسټي وینه څښونکي رژیم په سزا کولو کې د ایران د وسله والو ځواکونو ځلانده کار، په بشپړه توګه قانوني او مشروع وو.

د رهبرۍ د ستر مقام د دفتر د معلوماتو له مخې؛ د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت‌ال... خامنه‌يي، د تهران د جمعې لمانځه د خلکو په ستره او پرتمینه غونډه کې، د مسلمانانو یووالی او پیوستون، د خدای د رحمت او عزت او د دښمنانو په مقابل کې د بریا لامل وبللو او ټینګار یې وکړ: د اسلام د دفاعي احکامو، د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون او د نړیوالو قوانینو په اساس، د صهیونیسټي وینه څښونکي رژیم په سزا کولو کې د ایران د وسله والو ځواکونو ځلانده کار، په بشپړه توګه قانوني او مشروع وو  او اسلامي جمهوریت که په دې برخه کې هر ډول مسئولیت احساس کړي، له ځنډ او بېړې پرته به یې، په ځواک، عظمت او پرېکنده عزم سره ترسره کړي.

حضرت آيت ال... خامنه يي د تفرقې لپاره د دښمنانو بېلابېلو پوځي، سياسي، اقتصادي، ټولنيزو او کلتوري سياستونو ته په اشارې سره وويل: د ايران د ملت دښمن، هماغه د فلسطين، لبنان، مصر، سوريې، عراق، یمن او نورو اسلامي هېوادونو د ولسونو دښمن دی او ټول یرغلیز او تفرقه اچوونکي حکمونه، له یوې کوټې څخه صادرېږي او یوازینی توپیر یې په اسلامي هېوادونو کې، مختلفې طریقې دي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود ټینګار وکړ: موږ باید له افغانستان څخه تر یمنه او له ایران څخه تر غزې او لبنان پورې، په ټولو اسلامي هېوادونو کې د دفاع، خپلواکۍ او عزت کمربند ټینګ وتړو.

حضرت آیت ا... خامنه يي د جمعې د لمانځه په دویمه خطبه کې چې په عربي ژبه ولوستل شوه، د نړۍ ټولې مسلمانې ټولنې او په ځانګړې توګه د لبنان او فلسطین ګران ملت ته په خطاب کې، د شهید نصرالله رښتینی شخصیت، د هغه روح، د هغه لاره او د هغه رسا غږ یې دایمي وبللو.

حضرت آیت ا... خامنه يي د حزب الله یا حماس او د اسلامي جهاد او د الله په لاره کې د نورو مجاهدینو رامنځته شویو سازمانونو ته په سخت ضرر رسولو کې د شریرو دښمنانو پاتې راتلل، د ترور، ورانولو، بمباریو او د ملکي خلکو د وژلو او غیر وسله والو ته د زیان رسول وبلل او وويل: دښمن دغه کړنې د خپل بري نښه ګڼي، خو د دې چلند پايله، د تاريخ له پړاو څخه د هغه د شرمناک وجود لرې کول دي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د غاصب رژيم د امنيت په ساتلو کې د امريکا او د هغوی د متحدينو تکيه کول، د سيمې د ټولو منابعو د نيولو او په نړیوالو سترو جنګونو کې د هغوی د استفادې لپاره، له دغه رژيم څخه د اوزار په توګه د خپل وژونکي سياست د پټولو يو پوښښ یاد کړ او پر ​​دې په ټینګار سره چې له مبارزانو  سره د صهیونیسټي رژیم ظالمانه او بې رحمانه چلند، دغه ډول وضعیت ته د تمې درلودلو له امله دی، زیاته کړه: دا حقیقت موږ ته رازده کوي چې غاصب رژیم ته د هر چا او هرې ډلې له خوا هر ډول ګوزار، ټولې سیمې او ټول انسانیت ته خدمت دی.

هغوی د غاصب رژیم د شتون د تضمینولو لپاره، د صهیونیسټانو او امریکایانو خوب، یو دروغجن او ناممکنه خیال وباله او وویل: دغه مصنوعي رژیم د یوې خبیثي ونې مثال لري چې یوازې د امریکا په ملاتړ یې ځان په پښتو درولی او دا درېدل به هم د خدای په فضل سره ډېر وخت پاتې نه شي.

حضرت آیت ا... خامنه يي دې واقعیت ته په اشارې سره چې صهیونیسټي جنایتکاره ډله په تدریج سره دې پایلې ته رسېدلې ده چې هېڅکله به پر حماس او حزب الله بریالی نشي، د لبنان او فلسطین مقاومتي ولس، زړور مبارزانو، او صبر لرونکو او د قدر وړو کسانو ته په خطاب کې وویل: دغه شهادتونه، پر ځمکې دغه تویې شوې وينې، ستاسو غورځنګ نه کمزوری کوی، بلکې لاهم پیاوړی کوي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر پر دې باندې په ټینګار سره چې په غزه کې مقاومت نړیوال حیران کړل او اسلام ته يې عزت ورکړ، د الاقصي طوفان او په غزې او لبنان کې يو کلن مقاومت، صهيونیسټي رژيم د خپل موجودیت د ساتلو په تړاو اندېښنې ته ستون کړ او وويل: دا په دې معنا ده چې د فلسطين او لبنان مبارزان توانېدلي چې، صهيونیسټي رژيم اويا کاله شاته تګ وکړي.

د دغو مراسمو په پای کې، د جمعې او مازدیګر لمونځ د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په امامت ترسره شو.

ټیګونه