د ایران جوړ د سرطان ضد نوي درمل : د عمر زیاتول ، د ویښتانو نه تویدل او د وزن نه کمیدل
(last modified Thu, 17 Oct 2024 05:25:10 GMT )
Oct 17, 2024 09:55 Asia/Kabul
  • د ایران جوړ د سرطان ضد نوي درمل : د عمر زیاتول ، د ویښتانو نه تویدل او د وزن نه کمیدل

پارس ټوډې ـ د ایران یو پوه بنسټه شرکت د سرطان یعني د کینسر ناروغۍ د درملنې د هدفنمو درملو د یوه نوي نسل ته رسیدلی چې د سرطان ناروغۍ د بیمارانو عمر زیاتوي.

د ایران د یوه پوه بنسټه شرکت چې د کسب او د کار پراختیا نومیږي مدیر «علي اقا جاني» وویل چې روان کال مو د اینټي باډي د درملو داسې  نوي نسل ته لاسرسی پیدا کړی کوم چې د انګلستان د یوه شرکت په انحصار کښې و.

پارس ټوډې سایټ راپور راکړی د ایران دغه پوه بنسټه شرکت د سرطان ضد د درملو نوي نسل ته د کانژوګیټ ډرګ اینټي باډي ( antibody-drug conjugate (ADC)) په ټیکنالوژۍ سره لاسرسی پیدا کړی دی.

دغه ټیکنالوژۍ په هدفمن ډول درمل سرطاني جوړښت ته رسوي او د یوه درمل په چوکاټ کښې د ایمونو تهراپي او د چیمي تهراپي ترکیب د ډاکټر په اختیار کښې ورکوي.

اقاجاني زیاته کړه: دغه درمل ټیدروکس(Tederox) نومیږي او د سینې د سرطان(cancer) او د معدې د ځینو سرطان ناروغیو لپاره کارول کیږي.

د ایران جوړ دغه درمل د سرطان د ناروغۍ د بیمارانو عمر څو برابره زیاتولای شي او د درملو د هدفمند کیدا په دلیل د انسان بدن ته په کم مقدار سره درمل پچکاري کیږي او دغه چاره سبب کیږي چې د بیمار کس د ویښتانو د تویدا او یا د وزن د کمیدا په شان د سرطان ناروغۍ د درملو دود عوارض ونلري او په نهایت کښې زیات اثر هم ووینو.

هغه په دې خبرې سره چې د ایران جوړ دغه درمل د سرطان یعني د کینسر ناروغۍ د بیرته ستنیدا د پام وړ مخنیوی لري وویل: حاضردمه مونږ په پراخه سویه د دغو درملو د جوړولو په حال کښې یوو او د دغو درملو بیه له ورته خارجي  درملو لس فیصده کمه ده.

د سرطان ضد د خارجي درملو بیه درې زره (۳۰۰۰)ډالره ده خو مونږ دغه درمل په دوه سوه(۲۰۰) ډالرو باندې خرڅوو.

 

 

ټیګونه