د یوه شهید د میرمنې لخوا په تالیف شوي کتاب باندې د امام خامنه اي لخوا د عشقي اتشین په نوم تقریظ
پارس ټوډې – په «پاییز امد» کتاب باندې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي د تقریظ د یکشنبې په ورځ په زنجان کښې مخ کتنه وشوه.
د جهاد او د مقاومت د ادبیاتو له شپاړسم درنښت سره په یووخت په «پاییز امد» کتاب باندې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي د تقریظ د مخ کتنې دستورې د ایران د زنجان ښار په خاتم الانبیای مصلای کښې ترسره شوې.
پارس ټوډې سایټ راپور ورکړ د «پاییز امد» کتاب د ایران د زنجان سیمې د سپاه پاسداران د جنګي انجنیري برخې د یوه قومندان شهید احمد موسوي او د سیده فخر السعادت موسوي د ګډ ژوند یو روایت دی چې په دوه سوه څلویښتو مخونو کښې «ګلستان جعفریان» لیکلی او د «سوره مهر» د انتشاراتو یعني خپرندویه موسسې لخوا چاپ او منتشر شوی دی.
«پاییز امد» نه یوازې د دغو دوو شخصیتونو د شخصي او د کورنۍ ژوند یو روایت دی بلکې په خپل بطن کښې د ایران د سپیڅلي دفاع د پړاو ډیر ترخه او خواږه واقعیتونه هم انځوروي.
په «پاییز امد» کتاب باندې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د تقریظ متن په لاندې ډول دی:
بسه تعالی
ژور عشق ، کلکه اراده او رښیتونی ایمان د دغو دوو ځوانانو د ژوند انځور دی چې په ښکلي او رسا لیکنې سره په دغه کتاب کښې انځور شوی دی.
دا هم هماغه صادقانه روایتونه دي چې د هغو اوریدل او لوستل ما حقیره کس خیځلوي او له دغو حقیقي مجاهدانو سره نجومي واټن ښکاره کوي.