په ایران کې د توحیدي مذهبونو د شهیدانو ملي غونډه؛ شهادت یوه د قدر وړ وفاداري ده
(last modified Wed, 23 Oct 2024 07:55:37 GMT )
Oct 23, 2024 12:25 Asia/Kabul
  • په ایران کې د توحیدي مذهبونو د شهیدانو ملي غونډه؛ شهادت یوه د قدر وړ وفاداري ده

پارس ټوډې – د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د نړیوال فورم سرمنشي وویل: هغه جنګونه چې نن سبا رامنځته کېږي، په نړۍ کې د بې انصافۍ له امله دي.

 د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ حجت الاسلام "حمید شهریاري" د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د نړیوال فورم عمومي منشي د توحیدي مذهبونو د شهیدانو په ملي کنفرانس کې چې د ایران د سویل د فارس ولایت په شېراز ښار کې ترسره شو، د ظلم او استبداد پر وړاندې درېدل د الهي مذهبونو د پيروانو دنده وبلله او وويل: پېغمبران د عدالت له دښمنانو سره مخ وو او نن سبا هغه جنګونه چې رامنځته کېږي، په نړۍ کې د بې عدالتۍ له امله دي.

د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو نړیوالې ټولنې سرمنشي همدارنګه، د مذهبونو سوله ایز ژوند په ایران کې د عدالت ترټولو مهمه برخه وبلله او د مسلمانانو د ویشلو لپاره یې د امریکا او لوېدیځو هېوادونو پر هلو ځلو نیوکه وکړه.

د فارس والي حسین علي امیري هم په دې مراسمو کې  د دې په بیان سره چې په ایران کې د توحیدي دینونو پیروان مساوي حقوق لري وویل: په ایران کې د حکومت او دولت ترمنځ اړیکې د دین، مذهب، مسلک او قومیت پرته، پر ټولو اتباعو د حاکمیت په معنا دي.

په دوام سره، په اسلامي شورا کې د ایران د زرتشتیانو استازي «بهشید برخوردار » هم په دې خبرې سره چې ایرانیان ارزښتناکه او سپېڅلې کلتوري سابقه لري، شهادت یې د قدر وړ وفاداري وګڼله او څرګنده یې کړه: دا د اوسني عصر ضرورت دی چې موږ ټول باید د عدالت لپاره هڅه وکړو.

د توحيدي مذهبونو د شهيدانو ملي غونډه، د دوشنبې په ماښام په شېراز کې د نورو توحيدي مذهبونو د ١٤٧ شهيدانو په استازيتوب، د لسو شهيدانو د کورنيو په شتون سره جوړه شوه.

کلیدي کلمې: د توحیدي مذهبونو د شهیدانو ملي غونډه، د اسلامي مذهبونو د نږدېوالي نړیوال فورم، شېراز، په ایران کې د مذهبي اقلیتونو وضعیت

ټیګونه