د اسرائیلي رژیم پر ضد له وسله والو ځواکو د ایران د عیسویانو او زرتشتیانو جدي ملاتړ
پارس ټوډې - د ایران د ختیځې آشوري کلیسا ستر اسقف وویل: د ایران خاوره سپېڅلې ده او هېڅوک باید پر دې د یرغل جرئت ونه لري.
د ایران د ختیځې آشوري کلیسا ستر اسقف مارنرسای بنیامین د سه شنبې په ورځ د اقلیتونو او د توحیدي مذهبونو د استازو په یوه خبري غونډه کې، د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په غندلو سره، د نړیوال سازمانونو، د امنیت شورا او اروپايي ټولنې پر سستۍ باندې نیوکه وکړه.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د ایران د ارامنه کاتولیکانو اسقف هم په دې خبرې سره چې اسرائیل ټوله سیمه ګډوډه کړې ده او د نړۍ د هېوادونو په منځ کې یې ډېرې اندېښنې رامنځته کړي دي وویل: صهیونیسټي رژیم غواړي چې د ماشومانو په وژلو سره خپلې موخې ترلاسه کړي.
د تهران د زرتشتیانو د ټولنې غړي موبد پدرام سروش پور هم وویل: د ایرانیانو په کلتور کې، سوله او پخلاینه تل یو بنیاد پاتې شوی دی او د سولې او آرامۍ اصل په صبر او استقامت باندې ولاړ دی.
د کلداني د آشوري کاتولیک کلیسا لوی اسقف عماد خوشابه جرجیسي هم د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا پر ساتلو په ټینګار سره وویل: صهیونیسټي رژیم حق نه لري چې د خپل ژوند د دوام لپاره، د اشغال شوي فلسطین او د دې خاورې خلک له منځه یوسي.
د تهران د ارمنیانو د خلیفه ګرۍ شورا د روحانیونو د ټولنې غړي او پادري ساهاک خسرویان هم وویل: موږ د بې دفاع خلکو په ملاتړ ولاړ یو او هیله لرو چې له دې وروسته به، سوله او ارامي رامنځته شي او جنایت او نسل وژنه د هر هدف لپاره غندل کېږي.
د تهران د آشوري انجیلي کلیسا سرپرست او پادري «نینوس مقدس نیا» هم څرګنده کړه: ټول هغه کسان چې شهیدان شوي دي، له هماغه پیله د هغوی پر وړاندې همدا هدف وو، له همدې امله د هغوی شهادت د مقاومتي ځواک د بریا او د صهیونیسټي رژیم د ماتې ښکارندوی دی.
د ایران په اسلامي شورا کې د آشوري او کلداني مسیحیانو استازي «شارلي انویه تیکیه» هم وویل: هغه پېښې او نسل وژنې چې په غزه او لبنان کې ترسره کېږي، د اخلاقو، قانون او انسانیت لپاره یو تاریخي شرم دی، چې دا کار صهیونیسټي رژیم د ورځې په رڼا کې د مظلومو ماشومانو او ښځو په وژلو سره ترسره کوي.
د ایران په اسلامي شورا کې د ایران د زرتشتیانو استازي «بهشید برخوردار » هم وویل: ایران د جنګ پیل کوونکی نه دی او د سولې او امنیت غوښتونکی دی. زه له ملګرو ملتونو څخه غواړم چې خپله چوپتیا پای ته ورسوي او د دې جنایتونو پر وړاندې ودرېږي.
په اصفهان کې د ارمنیانو استازي ګقارد منصوریان هم ټینګار وکړ: ایران د فلسطین او غزې د خلکو په ملاتړ کې بېغوري نه کوي.
په اسلامي شورا کې د تهران او د ایران د شمال د ارمني عیسویانو استازې آرا شاوردیان هم په دغه کتنه کې څرګنده کړه: سره له دې چې نن سبا نړۍ د بې دفاع خلکو او روغتونونو په خلاف د ښکاره جنایتونو شاهده ده، خو موږ ویلی شو چې ایران د فلسطین د مظلومو خلکو لپاره د ټول اقداماتو پر وړاندې د دفاع لپاره چمتو دی.
کلیدي کلمې: په ایران کې د مذهبي اقلیتونو وضعیت؟، ایران او فلسطین، ایران او لبنان، د اسرائیلو جنایتونه، د غزې جګړه، د لبنان جګړه