ایرانۍ اسکواش لوغاړې د هند په نړیوالو سیالو کې دریم مقام وګټه
پارس تودی- د ایران د مېرمنو د اسکواش د ټیم ستورې په هندوستان کې د اسکواش په نړیوالو سیالیو کې دریم مقام او ژیړو مډال تر لاسه کړ.
په هندوستان کې کې د اسکواش په نړیوالو درې زره ډالریزو سیالۍ د ایران د لوبغاړې فرشته اقتداری په بریا او دریم مقام په تر لاسه کولو سره پای ته ورسېده.د پارس تودی له راپور سره سم، فرشته اقتداری د اسکواش د سپورټي ډګر ښځینه ستورې، په خپله لومړۍ لوبه کې د هندوستان له انیکا څخه وګټه، په دوهمه لوبه کې په دریو سټونو کې د هند لوبغاړې جانت ویدیهي ته ماته ورکړه او له هغه وروسته د مالت هیواد د انګریزې ورزشکارې کالت سلطانا نه درې په صفر لوبه وګټه او فاینل ته یې لاره پیدا کړه.
په فاینل لوبه کې اقتدارې د هندوستان د اناهاتا سینګ سره سیالي وکړه چي ۳ د ۱ په وړاندې لوبه بایلوله او د درو زرو ډالرو انعام او د ژیړو مډال یې تر لاسه کړ.