ایران پر لبنان د صهیونیسټي رژیم پراخه نظامي تېری وغانده
پارس ټوډی – د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ پر لبنان د اسراییلي رژیم پراخه نظامي تجاوزو له امله اندېښنه څرګنده کړه او دا بریدونه یې په کلکه وغندل.
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو، نړیوالې ټولنې او سیمهییزو هېوادونو مسوولیت یاد کړ چې د اشغالګر رژیم د جګړهییزو کړنو مخه ونیسي او دغه رژیم مجازات کړي او خبرداری ورکړ، د دې رژیم بېځوابه پاتې کېدل او جګړهپاله پالیسۍ به د سیمې سولې او امنیت ته جدي ګواښ وي.
د اسراییل له خوا د لبنان پر ضد بریدونو له هغه وروسته چې د نومبر ۲۰۲۵ د اوربند تړون وشو، د زرګونو بېګناه لبنانيانو وژل او ټپي کېدل، د زیربناوو او استوګنځایونو د ویجاړۍ لامل شوي، د یو خپلواک هېواد پر ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا باندې ښکاره تېری دی او د نړیوالې سولې او امنیت پر وړاندې ستر جنایت ګڼل کېږي.
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د صهیونیسټي رژیم د وحشیانه بریدونو په جریان کې د لبناني وګړو د شهادت له امله تسلیت ویلی، دغه راز یې د لبنان دولت او خلکو سره د دې رژیم د جنایتکارانه تېریو پر وړاندې پر همبستګۍ، د لبنان د مشروع مقاومت او د دې هېواد د حاکمیت، امنیت او ځمکنی بشپړتیا د ساتنې لپاره د هڅو په ملاتړ یې ټینګار کړی.