د «برټ فراګنر» جایزه د اسټریا مشهور ایران پيژاند ته ورسیدله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i171118-د_برټ_فراګنر_جایزه_د_اسټریا_مشهور_ایران_پيژاند_ته_ورسیدله
پارس ټوډی- د «برټ فراګنر» جایزه په ویانا کښې د ایراني او د اسلامي تمدن د کانفرنس په وخت د )تاریخ وصاف» د تاریخي کتاب د ترجمې او د تصحیح لپاره د اسټریا هیواد یوه ایران پيژاندي ته ډالۍ شوه.
(last modified 2026-02-25T07:09:27+00:00 )
Feb 25, 2026 11:37 Asia/Kabul
  • د «برټ فراګنر» جایزه د اسټریا مشهور ایران پيژاند ته ورسیدله

پارس ټوډی- د «برټ فراګنر» جایزه په ویانا کښې د ایراني او د اسلامي تمدن د کانفرنس په وخت د )تاریخ وصاف» د تاریخي کتاب د ترجمې او د تصحیح لپاره د اسټریا هیواد یوه ایران پيژاندي ته ډالۍ شوه.

مهر خبري اژانس د پارس ټوډې سایټ په قول راپور راکړی د ایراني – اسلامي تمدن ، هویت ، مولفې او تاریخي پرتم په نوم دوه ورځنی کانفرنس په اسټریا کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوري سلایار په زیار سره د ویانا ښار په «ابن سینا» تالار کښې ترسره شو او پکښې د برټ فراګنر جایزه د اسټریا یوه مشهور ایراني پیژاندي ته ډالۍ شوه.

دغه کانفرنس په حضوري ، انلاین بڼه او د ایران پيژاندې او د تمدن د څیړنې د حوزې د محققانو او د استادانو په ګډون سره ترسره شو.

د دغه کانفرنس د پرانیستلو په دستورو کښې د ایران پيژندنې د کتاب د جایزې لومړی پړاو چې د مرحوم برټ فراګنر په نوم دی د اسټریا د علومو د ملي اکیډمۍ ایران پيژاندي «سیبیل ونتکر» ته ورکړل شو.

دغه جایزه د «تاریخ وصاف» د کتاب د پینځو ټوکونو د ترجمې کولو او تصحیح په خاطر هغه ته ورکړل شوه.

داسې کتاب چې د مغولانو د حملې او د هغوې د دیره کیدا په وخت د ایران په باره کښې یوه تر ټولو مهمه تاریخي سرچینه ګڼل کیږي.