ښوونکي د «ملي عزت» او «مقاومت» اصلي معماران دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i172458-ښوونکي_د_ملي_عزت_او_مقاومت_اصلي_معماران_دي
پارس ټوډې - د ایران ولسمشر د دښمنانو د وروستیو ګواښونو او جنایتونو پر وړاندې د ایران د کلتوري ټولنې د مقاومت ستاینه وکړه او ښوونکي یې د «ملي عزت» او «مقاومت» اصلي معماران وبلل.
(last modified 2026-05-03T06:03:15+00:00 )
May 03, 2026 10:31 Asia/Kabul
  • ښوونکي د «ملي عزت» او «مقاومت» اصلي معماران دي

پارس ټوډې - د ایران ولسمشر د دښمنانو د وروستیو ګواښونو او جنایتونو پر وړاندې د ایران د کلتوري ټولنې د مقاومت ستاینه وکړه او ښوونکي یې د «ملي عزت» او «مقاومت» اصلي معماران وبلل.

د پارس‌ ټوډې د راپور له مخې؛ د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ښوونکي د ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې، د ښوونکو دنده یوازې د پوهې تر انتقال لوړه وبلله او هغوی یې د ژوند د حکمت لارښوونکي وبلل چې د زده‌کوونکو پر وجود باندې د انسانیت او مسئولیت‌پالنې رول حک کوي او د ایران د ټولنیز برخلیک بڼه ټاکي.

پزشکیان د دې پیغام په بله برخه کې د میناب د «شجره طیبه» ښوونځي دردناکې پېښې ته په اشارې سره، دا پېښه د ټولنې د تر ټولو بې‌ګناه قشر د په نښه کولو یو تریخ سند وباله او ویې ویل چې پر علمي مرکز برید، د ایران له جوړونې سره ښکاره دښمني ښيي.

د ایران ولسمشر ټینګار وکړ چې دا ډول جنایتونه نه یوازې د ملت اراده نه کمزورې کوي، بلکې د پرمختګ او پوهاوي په لاره کې د ټولنې مقاومت لا زیاتوي.