په لویوسیمه ییزو تړونونوکې دایران شتون،د پراختیائي ارادې ښودنه کوي
پارس ټوډې - د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر، ډاکټر مسعود پزشکیان، په یوه پیغام کې ولیکل؛ د اورآسیا اقتصادي اتحادئې په لوړو غونډو کې د ایران د اسلامي جمهوریت فعال شتون د دې ښکارندوي ده چې مونږ د اتحادیې له ټولو پنځو غړو او ناظرو غړو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره کلکه اراده لرو.
د پارس ټوډي د راپور له مخې، ډاکټر مسعود پزشکیان د جمعې په ورځ د اورآسیا د اقتصادي اتحادیې د عالي شورا غونډې ته په خپل پیغام کې وویل؛ تېر یو کال د اوراسیا اقتصادي اتحادئې له غړو هېوادونو سره د سوداګریزو تعاملاتو د پراختیا لپاره یو ګټور او بډای پړاؤ و. سره له دې چې د سوداګرۍ اوسنئ اندازې څخه ډېرې لوړې وړتیاوې شته، خو د دغو ظرفیتونو عملي کول د نوو مالي بنسټونو اوبیخ بینائيو رامنځته کولو ته اړتیا لري، لکه د ملي اسعارو د تبادلې میکانیزمونه او د تادیاتو په نظام کې خپلواکي.
ډاکټر پزشکیان ټینګار وکړ؛ د ایران اسلامي جمهوریت، سره له دې چې له ظالمانه بندیزونو او بهرنیو ګواښونو سره مخ دی، تل د سرمشریزو او شوراګانو په غونډو کې د ګډون له لارې د اتحادئې د پیاوړتیا او د ملي حاکمیت او انرژۍ د امنیت پر بنسټ د یوې قدرتمنې سیمې د رامنځته کولو لپاره خپله ژمنتیا ساتلې ده. په لویو سیمهییزو تړونونو کې د ایران شتون د تهران د جدي پراختیائي ارادې څرګندونه کوي.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د خپل پیغام په بلې برخې کې د دغې اتحادئې له غړو سره ملګرتیا د سیمهییزې همغږۍ لپاره یوه اوږدمهاله سټراټیژي وبلله او د ګډو فرهنګي، تاریخي او جغرافیائي ځانګړتیاوو په یادولو سره ئې د شته فرصتونو د زیاتې ګټې اخیستنې او د څو اړخیزو ملګرتیاؤ د بریالي ماډل پر رامنځته کولو ټینګار وکړ.
د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر د سیمې له شریکانو وغوښتل چې دغه همغږي او یووالی دې ، د ګډې ودې لپاره په یوه تاریخي فرصت بدل کړي او ویې ویل؛ راتلونکی د هغو ملتونو دی چې د متقابل باور او ګډو هڅو له لارې د پرمختګ او هوساینې لاره هواروي.
ډاکټر پزشکیان په بریکس ډ لې او شانګهائي ملګرتیا موسیسې کې د ایران فعال غړیتوب ته په اشارې سره وویل چې د اوراسیا اتحادیه د ایران د هغې ارادې نښه ده چې غواړي له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ، انرژۍ او ټیکنالوژۍ په برخو کې سټراټیژیکې ملګرتیاوې پراخې کړي.
هغه زیاته کړه چې سیمهییزه اقتصادي همغږي، د دوامدارې ودې او ګډې هوساینې اساسی وسیله ده او د هغو ګډوډوونکو قدرتونو د دسیسو پر وړاندې اغېزشیندونکی ځواب ګڼل کېږي چې د سیمې د پرمختګ مخه نیسي.