جنرال عبداللهي: د دښمنانو نویو ګواښونو ته د ایران ځواب ورانونکی دی
پارس ټوډې- د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال علي عبداللهي وویل: د دښمنانو هر ډول محاسباتي غلطۍ او نوي او دودیز ګواښونه به د ایران له انقلابي، غاښ ماتونکو، پښیمانه کونکو او ورانونکو ځوابونو سره مخامخ شي.
پارس ټوډې سایټ د ایرنا خبري اژانس په قول راپور راکړی د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال علي عبداللهي د زمري د میاشتې د یودیرشمې نیټې په مناسبت چې د ایران د دفاعي صنعت ورځ ده د وسله والو ځواکونو او د دفاع وزارت سپرست جنرال سید مجید ابن الرضا ته په یوه پیغام کښې ولیکل:د زمري د میاشتې یودیرشمه نیټه د دفاعي صنعت ورځ، د ماشوم وژونکی استکبار د صف بندۍ او د ظالمانه بایکاټونو په وړاندې د قدرتمن ایران د دفاعي او د ځايي قدرت د پرتم ځای دی.
دغه ورځ د ایران د دفاع وزارت د مومنو کارکونکو، متخصصانو، جهادګرانو په تیره بیا د سترو شهیدانو د نه ستړي کیدونکو مجاهدتونو یادونه کوي کومو چې په ایمان او پوهې باندې تکیې کولو سره د ایران دفاعي توان زیات اوج ته رسولی دی.