پزشکیان: نړۍ د ایران قدرت ته حیرانه شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i177014-پزشکیان_نړۍ_د_ایران_قدرت_ته_حیرانه_شوې_ده
پارس ټوډی - د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، دښمنانو اټکل کړی و چې که پر ایران برید وکړي، دغه هېواد به په ونزویلا بدل شي؛ خو نه یوازې داسې ونه شول، بلکې ایران په داسې ځواک بدل شو چې نړۍ یې د مقاومت، یووالي او پیوستون له امله حیرانه کړه.
(last modified 2026-08-23T10:05:49+00:00 )
Aug 23, 2026 14:18 Asia/Kabul
  • پزشکیان: نړۍ د ایران قدرت ته حیرانه شوې ده

پارس ټوډی - د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، دښمنانو اټکل کړی و چې که پر ایران برید وکړي، دغه هېواد به په ونزویلا بدل شي؛ خو نه یوازې داسې ونه شول، بلکې ایران په داسې ځواک بدل شو چې نړۍ یې د مقاومت، یووالي او پیوستون له امله حیرانه کړه.

د ایران ولسمشر د اسلامي انقلاب د بنسټګر امام خمیني له ارمانونو سره د بیا ژمنې په مراسمو کې، د موجودو فشارونو پر وړاندې د ایران د خلکو مقاومت ته په اشاره وویل، شنونکي په اسانۍ نه شي تشریح کولای چې دغه ملت څنګه د امام خمیني او شهیدانو له لارې او ارمانونو په الهام اخیستو د فشارونو پر وړاندې ودرېد.

پزشکیان وویل، ایران دا مهال په یوه بشپړه اقتصادي، پوځي او امنیتي جګړه کې ښکېل دی. د هغه په وینا، دښمنان په څرګنده اعلانوي چې پر ایران تر ټولو سخت او وېروونکي بندیزونه لګوي، خو ایران ولاړ دی او هڅه کوي د دې نابرابرې جګړې پر وړاندې د خلکو خدمت وکړي.

نوموړي زیاته کړه، دښمنانو داسې اټکل کاوه چې که پر ایران برید وکړي او فشارونه زیات کړي، ایران به ونزویلا شي؛ خو نه یوازې داسې ونه شول، بلکې ایران په داسې ځواک بدل شو چې نړۍ یې د دې مقاومت، همبستګۍ او یووالي له امله حیرانه کړه.