آل سعود رژیم دحج مناسک سیاسی کړی دی .
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i23725-آل_سعود_رژیم_دحج_مناسک_سیاسی_کړی_دی_.
دحج او زیارتونو په چارو کې د ولی فقیه نماینده حجةالاسلام والمسلمین قاضی عسګر بیګا دایران د دوهم ټیلویژنی چینل په ځانګړی پروګرام کې ددې خبرې په کولو سره چې حج باید له سیاسی مسئلو جلا شی ،زیاته کړې ؛ سعودیانو دسیمې دسیاسی موضوعګانو په علت ځان دایران په مقابل کې وینی او داپه داسې حال کې دی چې خپل مشکل باید له ډیپلوماټیکو لارو تعقیب کړی .
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Sep 02, 2016 14:25 Asia/Kabul
  • آل سعود رژیم  دحج مناسک سیاسی کړی دی .

دحج او زیارتونو په چارو کې د ولی فقیه نماینده حجةالاسلام والمسلمین قاضی عسګر بیګا دایران د دوهم ټیلویژنی چینل په ځانګړی پروګرام کې ددې خبرې په کولو سره چې حج باید له سیاسی مسئلو جلا شی ،زیاته کړې ؛ سعودیانو دسیمې دسیاسی موضوعګانو په علت ځان دایران په مقابل کې وینی او داپه داسې حال کې دی چې خپل مشکل باید له ډیپلوماټیکو لارو تعقیب کړی .

  هغه  سږکال دحج په مناسکو کې  دګډون لپاره عربستان ته  دایرانیو حاجیانو  دنه لیږلو په باب  وویل ؛ دایرانو حاجیانو  دملاتړ لپاره دضمانت  دنه ورکولو  او  په جدې یا مدینې کې  دایران دکنسولی خدماتو دیوې برخې  دځای پر ځای کولو  دنه منل کیدا په دلیل ، هغه خبرې اترې چې  په دې زمینې کې دایران اوعربستان ترمینځ ترسره شوې ،بې نتیجې پاتې شوې .

قاضی عسګر  دتیر کال دحج په دستورو کې دمنا غمیزې  ته په اشارې سره  روښآنه کړه ،  په عمومی افکارو کې  ددغې غمیزې دپاتیکیدو په چوکاټ کې ،دشهیدانو دجنازو دبیرته ستنولو، دپیښو دمستند سازۍ، دحقوقی تعقیبونو او دقربانیانو دکورنیو  په غوښتنو دغور  په شان اقدامات ترسره شوی دی

دحج په چارو  کې  د ولی فقیه نماینده دخانه کعبې ګیرچاپیره  دطواف حق څخه  استفاده  دنړۍ د درستو مسلمانانو حق وباله او  زیاته ئې کړه ، عربستان  دنورو لپاره  حج ته دلیږدولو او داستطاعت   شرائط  نشی  دیکته کولی .

حجة الاسلام  قاضی عسګر دسږکال دحج ددستورو  له ختمیدو وروسته له عربستان سره دخبرواترو په بیا پیلولو په ټینګار سره وویل ؛  دغه هیواد باید  دجاجیانو  امنیت او عزت تامین کړی .