دحج مناسک، داسلامی ایران دسیاست یو لومړیتوب دی
(last modified Thu, 19 Jan 2017 16:02:50 GMT )
Jan 19, 2017 20:32 Asia/Kabul
  •   دحج  مناسک، داسلامی ایران دسیاست یو لومړیتوب دی

زمونږخبریال راپورراکړ داسلامی ایران دکلتور اواسلامی ارشاد وزیر رضا صالحی امیری نن په قم کې له ستر دینی عالم آیت ا..ناصر مکارم شیرازی سره په کتنې کې وویل ،دغه وزارت دحج دمناسکو دترسره کولو لپاره خپله ټوله هڅه کارولې ده او دعربستان دحج د وزارت له چارواکو سره به د فرورۍ په ۲۳ نیټه په عربستان کې خبرې اترې ترسره شی .

 هغه ټینګار وکړ  دایران داسلامی جمهوریت   دنظام سیاست  دحج دمناسکو ترسره کول دی  پر دې اساس که  په خبرواترو کې  کومه  نتیجه ترلاسه نشی ،  نوعربستان به  صد عن سبیل ا...   مسئول وی .

 داپه داسې حال کې دی چې له دې مخکې  ډ ایران دحج اوزیاراتو د ادارې مشر  هم په ډاګه ویئلی  چې  له سعودی عربستان سره ئې دراتلونکو خبرواترو دایجنډا لپاره  اوه شرطونه  وړاندې کړی دی  چې باید  په دغو شرطونو  له سعودی چارواکو سره  خبرې اترې پر مخ لاړې شی .

 

ټیګونه