اسلامی ایران د حج په وخت دمنا دغمیزې دعلتونو ارزول یوه جدی غوښتنه ګڼی
دایران دحج او زیارتونو د ادارې مشر حمید محمدی نن له ایرنا خبری آژانس سره په خبرو کې ټینګار کړی ، په سعودی عربستان کې دمنا دغمیزې د علتونو سپړل داسلامی ایران یوه جدی غوښتنه ده چې په جدیّت سره تعقیبیږی .
هغه ددې خبرې په کولو سره چې دمنا غمیزې دوسیه دنهائی نتیجې تر اعلان پورې خلاصه ده ، وویل ، د منا دغمیزې دقربانیاو خپلوانو ته دسعودی عربستان له خوا دّئې ورکول دایران له خوا یو تقیبیدونکی او جدی بحث دی.
دایران دحج اوزیاراتو دچارو د ادارې مشر همداراز د ۲۰۱۷کال د حاجیانو لپاره دالیکټرانیک کړئ یا دستبند او سپوږمکیزې آلې لپاره له عربستان سره د هرډول تړون او موافقې په دروغ بللو سره روښانه کړې و سږکال دلومړی ځل لپاره پر پیژندن پانې سربیره ټاکل شوې ده ، دایرانیو حاجیانو شخصی اطلاعات هم پر دستبند باندې ولیکل شی .
محمدی ددې خبرې په کولو سره چې دایرانیو حاجیانو ونډه ۳۵فی صدوپورې زیاته شوې ده روښانه کړې ، دایرانیو حاجیانوونډه له پنځه شپیته زرو څخه شپږ اتیا زره پنځه سوه حاجیانو ته زیاته شوې ده .
دایران دحج او زیاراتو د ادارې مشر همداراز دتهران اوریاض د سیاسی اړیکو غوڅیدا او دحج په شپوورځو کې دایرانیو حاجیانو دملاتړ اوخوندی ساتلو لپاره د کنسولی دفتر نشتوالی ته په اشارې سره وویل ، ټاکل شوې ده ،دسږکال دحج ترپای پورې په عربستان کې ایرانیو حاجیانو ته د کنسولی خدماتو د وړاندې کولو اود احتمالی مشکلاتو دختمولو لپاره دکنسولی حوزې دکارپیژاندو یوه ډله دیره شی .