د خلکو راې د دښمن په وړاندې د ایران دفاعي سپر دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i47468-د_خلکو_راې_د_دښمن_په_وړاندې_د_ایران_دفاعي_سپر_دی
لاریجاني د سیمې او نړۍ روان حالات حساس وبلل او زیاته یې کړه چې په انتخاباتو کښې د ایران د خلکو پراخ ګډون به د پانګې په جذبولو، د کار روزګار په رامینځته کولو او د ملي تولید په زیاتیدو کښې ډیره اغیزه ولري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 14, 2017 11:12 Asia/Kabul
  • د خلکو راې د دښمن په وړاندې د ایران دفاعي سپر دی

لاریجاني د سیمې او نړۍ روان حالات حساس وبلل او زیاته یې کړه چې په انتخاباتو کښې د ایران د خلکو پراخ ګډون به د پانګې په جذبولو، د کار روزګار په رامینځته کولو او د ملي تولید په زیاتیدو کښې ډیره اغیزه ولري.

د ایران د اسلامي شورا مشر وویل: د ۲۰۱۷ کال د روانې مۍ میاشتې د نولسمې نیټې په انتخاباتو کښې د خلکو زوږناک شتون به د دښمن د ګواښونو په وړاندې یو مضبوط دفاعي سپر وي.

د ایران د اسلامي شورا (پارلیمان) مشر علي لاریجاني نن په قم ښار کښې، د رایه ورکونې په مرکزونو کښې د ایران د خلکو په پراخ شتون باندې په ټینګار سره وویل: دا زوږناک شتون د امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا په دفاع کښې د ایران د کلک هوډ نښه او د دښمن د ګواښونو په وړاندې دفاعي ډال کیدی شي.