له ایرانه په بهرکې هم دولسمشرۍدانتخاباتو درایواخستل په ولولناک ډول پیل شوی دی
(last modified Fri, 19 May 2017 06:31:14 GMT )
May 19, 2017 11:01 Asia/Kabul
  • له ایرانه په بهرکې هم دولسمشرۍدانتخاباتو درایواخستل په ولولناک ډول پیل شوی دی

زمونږخبریال خبریال راپورراکړ په ایران کې د ولسمشرۍ دانتخاباتو په پیلیدو سره په یووخت په بیلابیلو هیوادونو کې دیره ایرانیان هم درایو داخستو په ځایونو کې په انتخاباتو کې دګډون لپاره حاضریږی .

وروستی راپورونه ښئ چې  په پاکستان، افغانستان ،کویت، روسیې لبنان،سری لنکا ،هندوستان،بنګله دیش ازبکستان ،تاجکستان،ترکمنستان ، آسټرالیا،قرغزستان، چین ،جاپان ،ملایشیا ،انډونیشیا ، ویتنام ،فیلیپین ،سنګاپور تائلینډ نیوزیلینډ برونائی  پشمول  په لسګونو نورو هیوادونو کې  د  ایران د ولسمشرۍ دټولټاکنو  درایو اخستل پیل شوی دی .

له ایرانه په بهر کې  دایران دولسمشرۍ دانتخاباتو پر دولسم پړاؤ  دڅارونکی پلاوی مشر حسن قشقاوی  ویلی دی ، دنړۍ په یو سل دوو هیوادونو کې  درایو  داخستو  درې سوه لس  څانګې اټکل شوی دی  چې  په هغو کې به  درست ایرانیان  شتون پیداکړی او دخپل   او دخپل هیواد د ولسمشر برخلیک به وټاکی .

دایران داسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ ددولسم پړاؤ په انتخاباتو کې  سید ابراهیم  ریسی سادات ،حسن روحانی ،مصطفی  آقا میرسلیم  او مصطفی  هاشمی طباءڅلور کاندیدان  نن   دولسمشرۍ د څوکۍ دګټلو لپاره  پخپلو کې سره سیالی کوی .

 

ټیګونه