دایران ولس دی فضاجوړونو ته هیڅ پام نه کوی دملت رائ به په بشپړ ډول خوندی وی
(last modified Fri, 19 May 2017 08:22:57 GMT )
May 19, 2017 12:52 Asia/Kabul
  • دایران ولس دی فضاجوړونو ته هیڅ پام نه کوی دملت رائ به په بشپړ ډول خوندی وی

تسنیم خبری آژانس راپورورکړ دایران داسلامی جمهوریت دکورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحمانی فضلی نن سهار وختی د داخله چارو وزارت دانتخاباتو په کمیشن کې ښه شتون سره د انتخاباتو په اجرا کې د دخیلو ټولو عواملو په منننې سره وویل ، د ایران درست ملت دې د نننیو انتخاباتو د رایو په صندقونو کې ولولناک شتون ولری څو ضرورت نشی ، مونږ د رائ اخستو نیټه بیا بیا تمدید کړو

.  همداراز  د  ټولنیزو چینلونوله لارې  دپروپیګنډو او ګونګوسو احتمال  هم شته  ،نو ځکه دې درست ملت دایران د کورنیو چارو وزارت او دریډیو ټیلیویژن خبرپاڼو او اعلامیو ته توجه کوی . هغه  روښآنه کړه ، دایران ملت دې په بشپړ ډول ډاډمن شی چې په هر ډول شرائطو کې  د هغوی راې خوندی وی  او  هیڅکله به هم دهغوی درایو په اپوټه    پیښه ونشی لکه څنګه چې داسلامی انقلاب معظم لارښود فرمائیلی دی ، پر څارونکو اورګانونو ډاډمن دی .  هغه له خلکو هم وغوښتل   که هرچرته دقانون هرډول خلاف ورزی ووینی  نو  اړونده  اورګانونو ته دې سملاسی اطلاع ورکړی څو دهرډول خلاف ورزیو  په موقعې مخه ونیول شی.

 

ټیګونه