داسلامی ایران دولسمشرۍانتخابات په نړیوالو رسانیوکې پراخ انعکاس درلودلی دی
زمونږخبریال راپورارکړ دایران داسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ د دولسم پړاؤ او دکلو اوښآرونو داسلامی شوراګانو دپنځم پړاؤ په یو وخت انتخاباتو دنړۍ په زیاتره رسانئ چینلونو،خبری آژانسونو او مطبوعاتو کې پراخ انعکاس درلودلی دی .
المیادین ټیلیویژنی چینل دنننیو انتخاباتو په هماغو لومړنیو ساعتونو کې دښځو پښمول دایران دولس دپراخ شتون په باب دراپور په خپرولو سره ویلی دی ، داسې ښکاری په دغو انتخاباتو کې د ولس ګډون اندازه به ډیره زیاته وی .
روئیټرز خبری آژانس هم پخپل راپور کې درایو په صندقونو کې داسلامی انقلاب دمعظم لارښود شتون او په انتخاباتو کې پراخ شتون ته دایران د ولس وربللو ته په اشارې سره مفصل راپور کې ویلی دی ، حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای د ولسمشرۍ په مهمو په انتخاباتو کې د ولس د پراخ ګډون او تود هرکلی غوښتنه کړې ده . دچین ډله ایزو رسینو هم د نن ورځې په انتخاباتو کې د ایران ولس دپراخ ګډون دبیلابیلو عکسونو په خپرولو سره په دغې مهمې سیاسی پیښې کې دیران د ولس دهراړخیز او فعال شتون په باب په تفصیل سره راپورونه خپره کړل .ایسو شی ایټیډ پریس آژانس ، سی این انی خبری چینل دپاکستان خبری چینلونو اومطبوعاتو ، دلبنان العهد ټیلیویژنی چینل ، الجزیره ټیلیویژنی چینل او دغه راز نورو په لسګونو ټیلیویژنی چینلونو اوخبری آژانسونو دایران دولسمشرۍ په نننیو انتخاباتو کې د ایران د ولس دپراخ شتون اوولولې په باب راپورونه خپرۀ کړی او لیکلی ئې دی ، دغو انتخاباتو ښودلې چې دایران ملت په هرډګر کې په پرتمین او ولولناک شتون سره له خپل اسلامی نظام سره مخلص دی او دا ثابتوی چې د اسلامی نظام په ضد هرډول بهرنی ګواښ او دړکو ته یوموټی ځواب ورکوی .
دامریکا دشیکاګو ټریبیون پشمول د دغه هیواد زیاتره رسنیو هم د ایران دولسمشرۍ نننیو انتخاباتو ته پخپلو راپورونو او خبرونو کې انعکاس ورکړی او لیکلی ئې دی، د ایران ولس یوځل بیا نن د ولسمشرۍ په انتخاباتو پراخ ګډون کړی دی . پرانس پریس آژانس هم راپور ورکړی ، خپره شوی عکسونه ددې ښودنه کوی دایران د نن ورځې په انتخاباتو کې د ایرانی ولس پراخ شتون ډیر زیات او ولولناک دی او خلکو ډیر اوږد اوږد قطارونه لیدل کیږی .
داپه داسې حال کې دی چې دافغانستان په رسینو کې هم دایران داسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ انتخاباتو پراخ انعکاس درلودلی او دغو رسنیو ویلی دی ، دایران دولس دغه پراخ شتون اوولولې یو ځل بیا ښودلې چې د ایران ولس په هرډګر کې په ولولناک شتون سره دخپل برخلیک په ټاکنې څومره زیاته دلچسپی لری . په عین حال کې دافغانستان په کابل، کندهار ،هرات ، مزارشریف او ننګرهار ولایتون کې دیره ایرانیانو دخپل ولسمشر دټاکنې لپاره په دغو ښارونو کې په اټکل شویو درایو په صندقونو کې پراخ شتون درلود او دخپل ولسمشر دټاکنې لپاره ئې خپله دنده ترسره کړه .