د ولسمشرۍ دانتخاباتو د رایو اچولو وخت د ماسخوتن تر اتو بجو تمدید شو
د ایران د اسلامی جمهوریت د انتخاباتو کمیټې د ولسمشرۍ دانتخاباتو وخت د ماسخوتن تر اتو او د ښارونو او کلیو د انتخاباتو د رایه اخستلو وخت تر اوه بجو تمدید کړ.
د انتخاباتو کمیټې په یوې خپرې کړې بیانیې کې وویل : د رایو اخستلو له حلقو رارسیدلو راپورونو ته په پام سره چې د رایو د اچولو د وخت د تمدید غوښتنه یې کړې وه او د کورنیو چارو د وزارت په موافقې سره د رایو اچولو وخت دوه ګینټې یعنې د تهران په وخت تر اتو بجو تمدید شو.
دا په داسې حال کې دی چې د شمالی جنوبی او مرکزی امریکا په هیوادونو کې هم د ایران د ولسمشرۍ دانتخاباتو لپاره رایې اچول پیل شول. زمونږ دخبریال د راپور له مخې په ایران کې د ولسمشرۍ له انتخاباتو سره هم مهاله په آمریکا، مکسیکو.کیوبا، کلمبیا، ونزوئلا، اکواډور، بولیویا، آرژانتین او برازیل کې میشته ایرانیانو هم په صندوقونو کې رایې واچولې. د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو دولسم پړاو په ایران او د نړۍ په یو سل دوو هیوادونو کې په درې سوه لس څانګو کې ترسره کیږی.
«سید ابراهیم رئیسی سادات»، «حسن روحانی»، «مصطفی آقامیرسلیم» او «مصطفی هاشمی طباء» هغه څلور کاندیدان دی چې د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې سیالی کوی.