د امیرالمومنین حضرت علی ابن ابیطالب ع د شهادت د کلیزې تسلیت ومنئ
نن د جمعې ورځ د ۱۴۳۸ هجری قمری کال د روژې د مبارکې میاشتې ۲۱ نیټه ده چی د ۲۰۱۷ میلادی کال د جون له ۱۶ نیټې سره سمون خوری او د نړۍ د شیعیانو د لومړی امام حضرت علی علیه سلام د شهادت کلیزه ده .
د روژې د مبارکې میاشتې د ۱۹ په سهار د خوارجو ډلې ابن ملجم مرادی په داسې حال کې چی مولای متقیان امیر المومنین حضرت امام علی ع د سهار لمونځ ترسره کوه ، په خپلې زهرجنې تورې سره د هغه حضرت په مبارک سر ګوزار وکړ .
حضرت امام علی علیه سلام له دغه ګوزار خوړلو وروسته په کور کې بستری او دوه ورځې وروسته یعنی نن د روژې په ۲۱ نیټه شهید شو .
د روزی د مبارکی نولسمه ، یوویشتمه او دری ویشتمه د قدر شپې دی او مسلمانان د شپې په ویښتیا سره ، د قران کریم تلاوت ، لمونځ ، په سر قران نیول ، دعا او د جشن کبیر د دعا په لوستلو سره له خپل خداې سره راز و نیاز کوی .
شب قدر هغه شپه ده چی په درست کال کې هیڅ شپه د هغې هومره فضیلت نلری او په شب قدر کې عمل او عبادت کول له زرو شپو بهتر دې او په دغه شپه د کال تقدیر مقرر کیږی .
د اسلامی ایران مومن او مسلمان ولس د قدر په شپو کې په جوماتونو ، امامبارګاو او د حضرت امام رضا علیه سلام او د حضرت بی بی معصومه س د سپیڅلیو حرمونوپه شمول په سپیڅلیو ځایونو کې په شتون سره د قدر شپې دستورې ترسره کوی .
همداراز د افغانستان ، پاکستان ، لبنان ، عراق ، سوریه ، بحرین او نورو ډیر و اروپایی هیوادونو په شمول د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې د شب قدر مراسم ترسره کوی .
تهران راډیو د نړۍ د شیعیانو د لومړی امام حضرت علی ابن ابی طالب علیه سلام د شهادت د کلیزې په مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو ، ازادی غواړو په تیره بیا تاسو ګرانو میناوالو ته تسلیت وړاندی کوی .