سید حسن خمینی د مسلمانانو ترمېنځ د عقلانیت د ستنېدو په اړه امید څرګند کړ
(last modified Mon, 04 Dec 2017 16:55:06 GMT )
Dec 04, 2017 21:25 Asia/Kabul
  • سید حسن خمینی د مسلمانانو ترمېنځ د عقلانیت د ستنېدو په اړه امید څرګند کړ

د امام خمینی (رح) حرم متولی د مسلمانانو ترمېنځ د عقلانیت د ستنېدو د رګونو د شتون په مشاهده کولو باندې په تاکید سره وویل: په عراق او سوریې کښې د تکفیریانو په مقابل کښې کامیابۍ د عقلانیت تفکر ته د ستنېدو زېرے ورکوی.

حجت الاسلام والمسلمین سید حسن خمینی نن په تهران کښې د اسلامی وحدت د یو دېرشم نړیوال کانفرنس له ګډون کونکو سره په کتنه کښې وویل: له بحرانه د تېرېدو راز وحدت دے او امریکائی سنیانو او برطانوی شیعه ؤ دواړو د قینچی د دوو پلکونو په شان د پېغمبراکرم (ص) لوړ افکار په نښه کړی دی.

هغه وویل: د دین د عالمانو ستره دنده له هغه تفکر سره مقابله ده چې ورور وژنه او مسلمان وژنه خپله وظیفه بولی.

حجت الاسلام والمسلمین حسن خمینی دې ته په اشارې سره چې اسلامی ټولنه اوس په عراق، سوریې، بحرېن او یمن کښې د ورو وژنې د ترخې دورې کتونکې ده وویل: د اسلامی نړۍ اصلی موضوع فلسطین  او له صهیونېسټ رژیم سره مقابله ده خو کلونه وشول صهیونېسټانو ته د ارامښت ډېره ستره دوره وړاندې کړې شوې ده.هغه زیاته کړه: مسلمانانو ځانونه ښکېل کړی او حقیقی دښمنان یې په ارامښت کښې راوستی دی او صهیونېسټی ټریبیونونو ته یې اجازه ورکړې ده چې له اسلامه ویرونې ته لمن ووهی.

 

ټیګونه