په افغانستان کښې نشه ایز توکی زیات شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i60867-په_افغانستان_کښې_نشه_ایز_توکی_زیات_شوی_دی
دایران داسلامی شورا مشر علی لاریجانی د روسیې له «ایتارتاس »خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل له ۲۰۰۱ میلادی کال راهسې چې امریکا او ناټو له نشه ایزو موادو او ترهګرۍ سره د مبارزې په هدف سره په افغانستان کښې شتون پیدا کړی دی په دغه هیواد کښې دنشه ایزو موادو تولید پینځه څلویښت (۴۵)برابره زیات شوی دی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 10, 2017 04:32 Asia/Kabul
  • ایران له نشه ایزو موادو سره په مبارزې کښې ډير جدي دی .
    ایران له نشه ایزو موادو سره په مبارزې کښې ډير جدي دی .

دایران داسلامی شورا مشر علی لاریجانی د روسیې له «ایتارتاس »خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل له ۲۰۰۱ میلادی کال راهسې چې امریکا او ناټو له نشه ایزو موادو او ترهګرۍ سره د مبارزې په هدف سره په افغانستان کښې شتون پیدا کړی دی په دغه هیواد کښې دنشه ایزو موادو تولید پینځه څلویښت (۴۵)برابره زیات شوی دی .

هغه په دې خبرې سره چې په ۲۰۰۱ میلادی کال کښې په افغانستان کښې څه دپاسه دوه سوه(۲۰۰) ټنه نشه ایز مواد تولیدیدل خو نن سبا په دغه هیواد کښې نهه زره(۹۰۰۰) ټنه نشه ایز توکی تولیدیږی او زیاته یې کړه له افغانستان څخه د نشه ایزو موادو ټرانزیټ یوازې د ځمکې له لارې نه دی بلکې د بګرام ، کابل او قندهار هوایی ډګرونه چې د امریکا او دناټو تر څارنې لاندې  فعالیت کوی دنشه ایزو موادو د ټرانزیټ کار ترسره کوی .

دایران داسلامی شورا مشرعلی لاریجانی  په دې خبرې ټینګار سره چې له نشه ایزو موادو سره مبارزه نړیواله مسله ده وویل د نشه ایزو موادو لومړنی مقصد اروپایی هیوادونه دی خو دغه  هیوادونه له نشه ایزو موادو سره دمبارزې لپاره خپله ونډه (پیسې )نه ورکوی او لګښت یې د ټرانزیت دلارې  دهیوادونو پرغاړه دی  .

هغه له نشه ایزو موادو سره  دمبارزې د لرلید او دهغو اغیز شیندونکو اقداماتو په باره کښې چې په دې زمینه کښې د ملګرتیا لپاره باید ترسره شی وویل ایران له نشه ایزو موادو سره په مبارزې کښې ډیر جدی دی او په دې لاره کښې یې څلور زره (۴۰۰۰)پولیس او امنیتی  ځواکونه شهیدان شوی او دیارلس زره (۱۳۰۰۰)نور ژوبل شوی هم دی .

دایران دپارلمان مشر دغه راز په افغانستان کښې دناټو او دامریکا شپاړس (۱۶)کلن پوځی شتون ته په اشارې سره وویل په افغانستان کښې دامریکا او دناټو زیات عسکر شته خو له ترهګرۍ سره د  مبارزې په زمینه کښې دهغو دشتون نتیجې شرمونکی دی په دې ډول چې نه یوازې طالبانو ډله ونه ځپل شوه بلکې په عراق ، سوریې ، لیبیا او یمن کښې هم ترهګر رامینځته شول .