اسلامی ایران د افغانستان دحزب اسلامی ادعا رد کړه
-
د افغانستان ډیرې حکومتي چارواکي ، شخصیتونه او دسیاسي مسایلو کارپیژاندي د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار دداعش ترهګرې ډلې په ملاتړ تورنوي .
زمونږ خبریال وایی دایران اسلامی جمهوریت افغانستان ته د داعش ترهګرې ډلې دغړیو د انتقالولو په اړه د حزب اسلامی د مشر ګلبدین حکمتیار ادعا له دروغو ډکه وبلله .
په کابل کښې دایران داسلامی جمهوریت سفارت افغانستان ته له عراق او سوریې څخه د داعش ترهګرې ډلې دغړیو په بیولو کښې دایران درول په اړه د حزب اسلامی د مشر ګلبدین حکمتیار د پرون ورځې په خبری کانفرنس کښې مطرح شوی ادعا ته غبرګون وښود او هغه یې د سختې خواشینۍ او د حیرانتیا سبب وبلله .
په افغانستان کښې دایران داسلامی جمهوریت دسفارت په بیانیې کښې ویل شوی دی دحزب اسلامی دمشر ګلبدین حکمتیار دغه ادعا په داسې حال کښې مطرح کیږی چې ټول خلک په عراق او سوریې کښې له داعش ترهګرې ډلې سره دایران د اسلامی جمهوریت په پریکنده مبارزې باور لری او تراوسه هیڅ هیواد یا سیاستوال دایران اسلامی جمهوریت له داعش ترهګرې ډلې سره په ملګرتیا نه دی تورن کړی .
دګلبدین حکمتیار دغه چټی ادعا په داسې حال کښې ده چې دایران اسلامی جمهوریت هم د تیر میلادی کال(۲۰۱۷) په جون میاشت کښې په تهران کښې دحضرت امام خمینی رحمت الله علیه په حرم او په اسلامی شورا د دداعش ډلې دغړیو د حملې په شان ددغه ډلې دځینو حملو قربانی وو .
په کابل کښې دایران داسلامی جمهوریت سفارت په دغه بیانیې کښې ټینګار وکړ د داډول چټی ادعاګانو مطرح کول به ونه توانیږی دایران او دافغانستان د دوو (۲)دوستو هیوادونو اړیکو ته تاوان ورسوی .
د ایران پرضد دګلبدین حکمتیار دغه څرګندونې په داسې حال کښې دی چې د افغانستان ډیرې حکومتی چارواکی ، شخصیتونه او دسیاسی مسایلو کارپیژاندی د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار دداعش ترهګرې ډلې په ملاتړ تورنوی او وایی حکمتیار د هیواد په ناامنیو کښې لاس لری .