نوروز د ولسونو د دوستۍ او مهربانۍ د پراختیا نښه ده
د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په مرکز پیښور کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سرکنسول، نوروز د نوښت، تاندوالي او د سیمې د ولسونو او حکومتونو ترمینځ د دوستۍ او مهربانۍ د اړیکو د ټینګښت نښه وبلله.
ایرنا خبري آژانس لیکلي چې په پیښور کښې د ایران سرکنسول محمد باقر بیګي د نوروز د شپو ورځو په مناسبت په دغې کنسولګرۍ کښې په یولړ مراسمو کښې د ایران او پاکستان د اړیکو په تیره بیا په تیر لمریز کال کښې د دواړو هیوادونو د لوړرتبه پلاویو تبادلې ته په اشارې سره هیله وښودله چې دا اړیکې په تیره بیا په اقتصادي او سوداګري برخه کښې لازیاتې شي.
په پیښور کښې د ایران په کنسولګرۍ کښې د نوروز جشن په خیبر پښتونخوا صوبې کښې د استوګنو ایرانیانو او د دغې صوبې د یوه ډه کلتوري، ادبي او علمي شخصیتونو په شتون سره ترسره شو.
د نوروز د جشن دستورې همداشان د پيښور پوهنتون د فارسي ادبیاتو په ډیپارټمنټ ا د صلحې او جنګ په څیړنیز مرکز کښې هم ترسره شوې.