د خداے مېلمستيا (۱۱) رمضان د صحيفه سجاديه په ډګر کښې
(last modified Mon, 28 May 2018 12:55:21 GMT )
May 28, 2018 17:25 Asia/Kabul
  • د خداے مېلمستيا (۱۱) رمضان د صحيفه سجاديه په ډګر کښې

سلام دې وي په تا اے د خداے ترټولو سترې مياشتې، او اے د حق د عاشقانو اختره په تا دې سلام وي، اے د وختونو ترمېنځ ترټولو مهربان ملګري، او اے په ورځو او ساعتونو کښې ترټولو غوره مياشتې، او سلام دې وي په تا اے هغې مياشتې چې پکښې آرزوګانې نزدې او اعمال پکښې خپارۀ او زيات دي.

سلام دې وي په تا اے همنفسه چې قدر او عزت دې زيات او نيشتوالے دې ډېر دردناک دے، او اے د اميد سببه چې جدائي دې دردونکې ده... سلام دې وي په تا چې په تا کښې د حضرت حق آزاد شوي زيات دي او هغه کس څومره بختور دے چې د ځان په ذريعې سره يې ستا د حرمت خيال وساتۀ.... (د صحيفه سجاديه د ۴۵ دعا يوه برخه)

دعا او رازونياز کله د يو څيز د غوښتنې په توګه وي چې دعا کونکے ورته محتاج وي او نه يې لري. او کله له دې مرحلې نه اوچت وي او د عشق د تجلې په توګه وي. که څه هم عشق ته هم د روح يو ضرورت ويل کيږي خو په دې خاطر چې خپله يو بشپړه مستقل ضرورت دے، د روح په دننه کښې يو مرموز ماهيت دے او له بل هر څه نه زيات د انسان په ژوند کښې د کار شے دے. هغه دعا چې د عاشق د روح پېداوار وي د دعا او رازونياز ترټولو اوچت ډول دے.

د روژې په مبارکه مياشت کښې يوه ترټولو ښکلې دعا د امام زين العابدين (ع) هغه دعا ده چې په صحيفه سجاديه کښې راغلې او په حقه د دعاګانو ښکلا او ترټولو غوره دعا ده. امام زين العابدين په خپله دعا کښې دا رازده کوي چې دعا يې په دې معنا نه ده چې مونږ څه څيز ترلاسه کړوو او د دې لپاره نه ده چې ورته د خپلو انساني او عقلي ذمه واريو ځاے ورکړوو. په اسلامي کلتور کښې دعا د عشق د تجلې ځاے، کله د نړۍ او د سترو انساني حاجتونو د ډګر په نسبت وي او هم د هستۍ له ډېر اوچت قدرت سره د ارتباط ترټولو غوره شکل دے. نو ځکه د دغه بزرګوار امام دعاګانېټولې د معبود ستائنه شکرګزاري ده او يوه سوچه محتوا لري. دغه دعاګانې په انفرادي او اجتماعي اخلاقو کښې ډېر لوړ مضامين لري. امام عليه السلام په ټول درک او د وخت د حالاتو په نظر کښې لرلو سره د شيعه سوچه تعليمات د راتلونکو لباره د دعا په قالب کښې په يادګار پرېښودې دي. په حقيقت کښې دغه کتاب له خداے پاک سره د خپل ځان او د نورو  په ارتباط باندې تاکيد کوي.

صحيفه کامل سجاديه، په حقيقت کښې د يو کامل انسان وېنا ده چې د دعا او له خپل محبوب سره يې د زړۀ راښکونکو خبرو اترو او دعا په صورت کښې يې تجلي کړې او ډېر ښکلي الهي تعليمات الهي مينه والو او ورسره خلوت کونکو ته ورزده کوي، په دې مېنځومان کښې د روژې له مبارکې مياشتې سره د امام زين العابدين (ع) دوتسانه او دلبرانه خبرو ته اشاره کولې شوو.د عارفانو لپاره د سيرت نمونه او د سالکانو امام حضرت امام زېن العابدين (ع) د الهي مېلمستيا د مياشتې د ليدو او د دغې مياشتې په شروع کېدو د رمضان له مبارکې مياشتې سره مشتاقانه خبرې کړې او د هغې آثار او برکات يې ياد کړي او هم يې د دغې نوراني مياشتې په فراق کښې ورسره مشفقانه خبرې کړې او د خداے په امانۍ ترانه يې زمزمه کړې ده. په نوراني صحيفه سجاديه کښې د حضرت امام زين العابدين بن حسين (ع) له مبارک وجود څخه د رمضان د مبارکې مياشتې په اړه دعا دعاګانې نقل شوې دي چې لوستل يې د دغې مياشتې له فضائلو او پکې له يو لړ فضائلو سره د آشنائي لپاره ډېرې ګټورې دي.

انسان د دغو دعاګانو په معارفو کښې په غور کولو سره دې متوجه کيږی چې د روژې د مبارکې مياشتې په راختو سره څه فضيلتونو ورته مخه کړې او د دغې مياشتې په ختمېدو سره د مېلمستيا څه ډول دسترخوان غونډيږي، او هغه کسان چې د دغې مبارکې مياشتې خاوندان نه دي څومره تاوان يې کړے دے.

د ټول کال په دوران کښې د رمضان مبارکه مياشت هغه مياشت ده چې پکښې د بندګۍ او پرستش د ظهار کولو لپاره عمومي هرکلے ارمنځته کيږي او مومنان له مختلفو انفرادي، اجتماعي او اقليمي حالاتو سره د اطاعت او عبادت لپاره ترټولو زيات توفيق پېدا کوي او د پيشمني په وختونو کښې دغه قرآني اصل په خپل ځان کښې ظهور ته رسوي لکه چې د سورۀ سجده په ۱۶ آيت کښې فرمائي «تَتَجافی جُنوبُهُمُ عن المَضَاجِعِ یَدعُونَ رَبَهُمُ خَوفاً و طَمَعاً؛ اړخونه يې د خوب له ځايونو جدا کيږي او خپل پروردګار په ويرې او اميد سره يادوي.» له دې امله امام زين العابدين (ع) د رمضان د مبارکې مياشتې د ليدو د دعا په يوه برخه کښې دغې مبارکې مياشت په خطاب کښې داسې فرمايلي دي: «خداے تۀ د نوي کار لپاره د نوې مياشتې کُنجي وګرځولې. له هغه خدايه چې زما او ستا پروردګار، زما او ستا پېدا کونکے زما او ستا تقدير برابرونکے او ما او تا ته صورت ورکونکے ‎، غواړم چې تا د برکت مياشت وګرځوي او په برکت کښې يې کمي رانه ولي.» په دغه نوراني برخه کښې چې د امام زين العابدين (ع) د دعا د خوږ کوثر يو څاڅکے دے د رمضان مبارکه مياشت د برکت د راوړنکي هلال اود  ډېرې بختورې کنجي په توګه ياده کړې ده.

حضرت امام زين العابدين (ع) به ۴۴ دعا کښې د روژې مبارکه مياشت داسې معرفی کوي: « د روژې نيولو مياشت او د اسلام مياشت، د پاکۍ او پاکيزګۍ مياشت، د شپو د روڼو کولو مياشت او د قرآن مياشت، هغه مياشت چې پکښې د خلقو لپاره هدايت او څرګند دليلونه نازل شوي دي.»

انسان په دې مياشت کښې الهي کمال ته لار پېدا کولې شي. په حقيقت کښې د رمضان مبارکه مياشت هغه مياشت ده چې انسان پکښې لوړ درجو ته رسېدې شي، ځکه چې تل دغه حالات نه رامنځته کيږي. له دې امله هغه حضرت د دعا په ژبه د مومنانو لپاره يو لړ دستورالعملونه بيانوي او فرمائي: «خدايه! په دې مياشت کښې توفيق راکړې له نېکۍ او احسان سره د خپلوانو لورې ته ودرومو او په بخشش او عطا سره د خپلو ګاونډيانو ډاډېنه وکړوو، او په شتمنۍ سره د خلقو حقوق ادا کړوو او د زکات په بيلولو سره يې پاکه کړوو او له هغه چا سره چې رانه لرې شوے دے پخوله شو، له هغه چا سره چې راباندې يې ظلم کړے دے او د انصاف له تقاضا نه تېر نه شوو او له هغه چا سره چې له مونږ سره يې دښمني کړې ده صلح وکړوو، خو له هغه کس سره نه چې ستا په لار کښې او ستا لپاره مو ورسره دښمني کړې ده چې هغه، هغه دشمن دے چې ورسره دوستي نه کوو او هغه له هغې ډلې څخه دے چې ورسره يو رنګ او يو زړۀ کېدې نه شوو.»

امام د روژې له مبارکې مياشت سره د خبرو په يوه بله برخه کښې هغه د ژوند ترټولو غوره ملګرې او انډيواله ياده کړې او فرمائي: « سلام دې وي په تا اے د وختونو ترمېنځ له کرامت سره ملې ملګرې او اے د ژوند د وختونو او ساعتونو ترمېنځ ترټولو غوره مياشتې.»

د الهي تعليماتو له مخې د انسان ټولې چارې او اعمال او د خپل وخت پوروړي دي. له دې امله مومنان له خپل وخت څخه تر ټولو زياته استفاده کړې او ځينې وختونه يې د خپلو سلوکي کاميابيو لپاره غنيمت ګڼلے او له غوره استفادې وروسته يې هغه فرصت په نېکۍ سره ياد کړے دے. نو ځکه ځينې وختونه داسې زرين فرصتونه دي چې ورسره د انسان مصاحبت د انسان لپاره برخليک ټاکونکي اثار او نتايج رامنځته کوي. په دې مېنځومان کښې د رمضان مبارکه مياشت د وخت د روح په توګه د انسان د معنوي تکامل د چلند په برابرولو کښې بې بديله رول لري او د هغې شپې، ورځې او هره شېبه انسان د محبوب د جمال د ديدار لپاره د معنوي آسمانونو لورې ته خېژوي. له دې امله دي چې امام زين العابدين (ع) دغه شريفه مياشته د مهربانې ملګرې او د خپل عمر د ترټولو غوره وختونو به توګه ياده کړې ده او د هغې  د فراق په وخت يې هغه لورولې ده او د هغې د اثراتو او برکاتو په اړه يې خبره کړې ده. د رمضان له مبارکې مياشتې سره د امام سجاد (ع) د خبرو اترو په يوه بله برخه کښې لولوو: « سلام دې وي په تا باندې څومره زياتې ناخوالې ستا په وجه له ما نه لرې شوې او څومره زيات خېر او برکتونه ستا په سيوري کښې په ما اورېدل.» په دغه جمله کښې هغه حضرت له يوې خوا د رمضان مبارکه مياشت د بديو مخنيونکے بللې او له بلې خوا يې د رحمت د باران د ورېدو لپاره د پسرليزې اوريځې په سېر بللې ده.

امام زين العابدين (ع) به چې کله د رمضان مبارکې مياشتې وروستي وختونه شول نو په ډېر سوز او زارۍ سره به يې د صحيفې ۴۵ دعا لوستله او فرمايل به يې: « د رمضان مياشتې زمونږ ترمېنځ شتون ولرۀ او د حمد او ثنا ځاے ؤ، ځکه چې له ځان سره يې رحت راوړۀ او زمونږ لپاره يو ډېر ښه ملګرے ؤ. مونږ د دغه ملګري په ملګرتيا او صحبت سره يو لړ فضائلو او نعمتونو ته ورسېدوو. يو داسې دوست ؤ چې له ځان سره يې رحمت ، مغفرت او برکت راوړۀ.»

د خداے ګران رسول (ص) هم په شعبانيه نومې خطبه کښې وفرمايل:

«قد أقبل إلیکم شهر الله بالبرکة والرحمة والمغفرة، يعنې دغه مياشت برکت، رحمت او مغفرت له ځان سره راوړي.»  څوک چې د دغې مياشتې ملګرے ؤ او وي، د دغې مياشتې برکت، رحمت او مغفرت هم ترلاسه کوي. له دې امله د هغه چا لپاره خداے په اماني ده چې د رمضان له مبارکې مياشتې سره بلد وي او دا مياشت د هغه ملګرې وي. انسان له خپل يو دوست او يا داسې کس سره چې يوه موده ورسره مانوس او بلد شوے وي خداے په اماني کوي. هغه کس چې اصلاً نه پوهيږي چې رمضان کله راغے او څه وخت به ختميږي او څه لپاره راغے خداے په اماني نه لري. د دغه زړۀ سوزونکې خداے په امانۍ يوې برخه کښې راغلي دي:

« السّلامُ عَلَیْکَ غَیْرَ مُوَدِّعٍ بَرْماً، وَلامَتْرُوکٍ صِیامُهُ سَأماً. السلام عَلیکَ مِنَ مَطْلُوبٍ قَبْلَ وَقْتِهِ وَ مَحْزُونٍ عَلَیْهِ قَبْلَ فَوْتِه. سلام دې وي په تا چې له تا سره خداے په اماني د زړۀ تنګۍ په وجه نه ده  او ستا روژه پرېښودل د ستړتيا او خفګان په وجه نه ده. سلام دې وي په تا چې له رارسېدو نه مخکې زمونږ  طلب يې او له تلو نه دې مخکې مونږ خفه او غمجن يوو.»

د روژې له مبارکې ورځې سره د خداے په امانۍ اصلي پېغام له ملکوتو حيات مندۍ او شعور څخه د دغې يوې مياشتنۍ مودې برخورتيا ده، په دا ډول  چې د ذکر شوې دعا په شان ورته خطاب کولې او ورسره خبرې کولې شوو.

اميد دے چې په دې الهي مياشت کښې به ټول رژتيان او د الهي نېکمرغۍ مشتاقون د صحيفه سجاديه له دعاګانو سره بلتيا پېدا کړي او د هغې لوړ تعليمات به د خپل ژوند عنوان وګرځوي.

-----------------------

 

ټیګونه