د کاناډا حکومت له ایران سره د اړیکو پرمختګ ته ضروري تیاري نه لري
(last modified Mon, 22 Oct 2018 00:44:45 GMT )
Oct 22, 2018 05:14 Asia/Kabul
  • د کاناډا حکومت له ایران سره د اړیکو پرمختګ ته ضروري تیاري نه لري

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: د کاناډا حکومت له ایران سره د دوه اړخیزو اړیکو د پرمخ بیولو لپاره ضروري چمتووالی نه لري.

بهرام قاسمي د ایران او کاناډا په اړیکو کښې د وروستیو بدلونونو په هکله، په دې خبرې سره چې د هیوادونو ترمینځې اړیکه یوه دوه اړخیزه چاره ده، زیاته کړه: تهران په کاناډا کښې استوګنو ایرانیانو ته د خدمت رسونې په موخه هر ډول خبرواترو ته چمتو دی خو داسې ښکاري چې د کاناډا حکومت په جدي توګه د اړیکو پرمخ بیولو ته ضروري تیاری نه لري.

هغه خبریالانو ته په مرکه کښې د ایران او کاناډا اړیکې ډیرې لرغونې او د دواړو لورو لپاره مهمې وبللې او ویې ویل: تراوسه د کاناډا له لورې په یواړخیزه توګه له ایران سره اړیکو د غوڅولو په حقیقت نه یو پوه شوي او دا پوښتنه مو لاهم بې ځوابه پاتې ده.

 

ټیګونه