د کابل د ننني ځانمرګي بريد په اړه وروستي مالومات
Nov 20, 2018 20:04 Asia/Kabul
د افغانستان د عامې روغتیا چارواکي وایي، چې په پلازمېنه کابل ښار کې یې د نننی ځانمرګي له امله لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي پېښه په اورانوس هوټل کې رامنځته شوې ده.د عامې روغتیا وزارت چاواکي وايي په دغه برید کې شاخوا ۸۰ کسان ټپیان هم شوي دي. خو یوه بله امنیتي سرچینه وایي، د برید له امله لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي او تر ۸۰ زیات کسان ټپیان شوي دي.د راپورونو له مخې، پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې په هوټل کې یې د اسلام د پیغمبر د زوکړې ورځې په مناسبت یوه دیني غونډه روانه وه.تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
ټیګونه