په پاکستان کې دپیغمبراکرم(ص) دمیلاد ورځ په پرتم سره لمانځل کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i78303-په_پاکستان_کې_دپیغمبراکرم(ص)_دمیلاد_ورځ_په_پرتم_سره_لمانځل_کیږی
دپاکستان داسلام اباد پشمول په بیلابیلو ښارونو او ښارګیو کې د وحدت اونۍ په مناسبت سیمنارونه هم ترسره کیږی چې په دغو سیمنارونو کې دمسلمانانو په وحدت او یوووالی او یوزړتوب ټینګارونه کیږی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 21, 2018 03:58 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې دپیغمبراکرم(ص) دمیلاد ورځ په پرتم سره لمانځل کیږی

دپاکستان داسلام اباد پشمول په بیلابیلو ښارونو او ښارګیو کې د وحدت اونۍ په مناسبت سیمنارونه هم ترسره کیږی چې په دغو سیمنارونو کې دمسلمانانو په وحدت او یوووالی او یوزړتوب ټینګارونه کیږی

زمونږخبریال راپور راکړ  دپاکستان  په درستو ښارونو او ښارګیو کې  نن  د اسلام دګران پیغمبر  حضرت محمد مصطفی (ص) دنیکمرغه زوکړې  په مناسبت  دستورې جوړیږی  او  دغه راز په میلیونی لاریونونه ترسره کیږی .

Image Caption

 

راپور ښئ نن سهار په جوماتونو او  عبادت ځایونو کې  د پاکستان د سولې او ثبات او  ترقۍ لپاره  او دغه راز دمسلمانانو دوحدت اویووالی لپاره  دعاګانې وشوې او   د مسلمانانو  ترمینځ دنفاق دختمیدا او د سولې اوثبات  او دغه راز د د ورورولۍ او  غږملتیااو وپیوستون هوډ وشو. 

Image Caption

 

 دپاکستان  داسلام اباد پشمول  په بیلابیلو  ښارونو او ښارګیو کې  د وحدت اونۍ په مناسبت سیمنارونه هم  ترسره کیږی  چې  په دغو سیمنارونو کې دمسلمانانو په وحدت او  یوووالی او یوزړتوب ټینګارونه کیږی 

Image Caption

 

 دتهران ریډیو درست  کارکونکی د  داسلام دګران پیغمبر  دنیکمرغه میلاد  او د وحدت د اونۍ په  مناسبت درستو مسلمانانو په تیره بیا   تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکی وائی .

Image Caption