په پاکستان کې دپیغمبراکرم(ص) دمیلاد ورځ په پرتم سره لمانځل کیږی
دپاکستان داسلام اباد پشمول په بیلابیلو ښارونو او ښارګیو کې د وحدت اونۍ په مناسبت سیمنارونه هم ترسره کیږی چې په دغو سیمنارونو کې دمسلمانانو په وحدت او یوووالی او یوزړتوب ټینګارونه کیږی
زمونږخبریال راپور راکړ دپاکستان په درستو ښارونو او ښارګیو کې نن د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) دنیکمرغه زوکړې په مناسبت دستورې جوړیږی او دغه راز په میلیونی لاریونونه ترسره کیږی .
راپور ښئ نن سهار په جوماتونو او عبادت ځایونو کې د پاکستان د سولې او ثبات او ترقۍ لپاره او دغه راز دمسلمانانو دوحدت اویووالی لپاره دعاګانې وشوې او د مسلمانانو ترمینځ دنفاق دختمیدا او د سولې اوثبات او دغه راز د د ورورولۍ او غږملتیااو وپیوستون هوډ وشو.
دپاکستان داسلام اباد پشمول په بیلابیلو ښارونو او ښارګیو کې د وحدت اونۍ په مناسبت سیمنارونه هم ترسره کیږی چې په دغو سیمنارونو کې دمسلمانانو په وحدت او یوووالی او یوزړتوب ټینګارونه کیږی
دتهران ریډیو درست کارکونکی د داسلام دګران پیغمبر دنیکمرغه میلاد او د وحدت د اونۍ په مناسبت درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکی وائی .