ایران د کشمیر د حقوقو د ضایع کیدو د مخنیوي لپاره په حقوقي تعقیبونې ټینګار وکړ
(last modified Tue, 03 Sep 2019 03:10:13 GMT )
Sep 03, 2019 07:40 Asia/Kabul
  • ایران د کشمیر د حقوقو د ضایع کیدو د مخنیوي لپاره په حقوقي تعقیبونې ټینګار وکړ

د ایران د قضائيه قوې مشر په دې خبرې سره چې هیڅ انسان د کشمیر د مسئلې په لړ کښې له رامینځته شوې اندیښنې بې غمه نه شي پاتې کیدی، د نړۍ له ټولو حقوقي او قضايي مسئولانو وغوښتل چې پرې نه ږدي د کشمیر د خلکو حقوق ضایع شي.

ابراهیم رئیسي پرون د ایران د لوړې قضايي شورا په غونډه کښې د کشمیر موضوع ته په اشارې سره د هند او پاکستان له حکومتونو وغوښتل چې د کشمیر د خلکو حقوق په رسمیت وپیژني.

د ایران د قضائيه قوې مشر هم د اشان د خپلو خبرو په یوه بله برخه کښې له ایران سره د مذاکرې لپاره د امریکایانو هلوځلو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت حکومت په ځلونو ویلې دي چې د بندیزونو اوچتول او اقتصادي آزادي د هر ډول خبرواترو سریزه ده.

ښاغلي رئیسي ټینګار وکړ چې د ایران خلک به د امریکې په غیرقانوني بندیزونو او دباؤنو سره له خپلو ارمانونو لاس په سر نه شي او اروپا او امریکا ته پکار دي چې په ایران باندې لګیدلي بندیزونه په عملي توګه ختم کړي.

ټیګونه