ايران، د صنعت او فضائي علومو د لارې مخکښ
پرون د فضاء نړيواله هفته د ايران د ارتباطاتو په وزارت کښې په يو لړ مراسمو کښې «د فضائي ټېکنالوجۍ ترقي» په شعار سره شروع شوه.
د ارتباطاتواو اطلاعاتود ټېکنالوجۍ وزير محمد جواد آذري جهرمي د فضاء د نړيوالې هفتې د شروع کېدو په مراسمو کښې د ايراني فضاء نورد د لېږلو لپاره د پلانونې په ضرورت باندې تاکيد وکړ او وې ويل چې تر څوارلس سوم کال پورې به د يو ميټر تصوير اخېستنې په دقت سره يو سيټيلائيت يا سپوږمکۍ په مدار کښې وګرځوو.
ايران اوس د فضائي استفادو د ترقۍ په لاره کښې ګام اېښودے دے او کلکه فېصله يې کړې ده چې له ځاي سائنس او مهارت څخه په استفادې او له دغه ارزښتمن صنعت څخه په استفادې سره له فضاء څخه خپله ونډه ترلاسه کړو.
د فضائي تحقيقاتي مرکز د مشر حسين صميمي د وېنا له مخې ((ناهيد يو)) نومې سيټيلائيټ حواله کړے شوے دے او ((پارس يو)) نومې سيټيلائيټ به د کال تر آخره پورې تکميل کړې شي. که څه هم نن د فضائي علومو، ايټمي سائنس، بنيادي سېلولونو او نېنو ټېکنالوجۍ په شان په نويو څانګو کښې د سترو هېوادونو د انحصارپالنې کتونکي يوو خو په دغو ډګرونو کښې د پرمختګ لپاره د ديوالونو نړول ضروري دي. له دې نظره فضائي هفته د نړۍ د نوي سائنس او ټيکنالوجۍ د يوې مهمې څانګې په اړه د فکر کولو لپاره يو فرصت دے.
امريکې په فضائي علومو کښې د ايران د بنيادي سائنسي ادارو او ټولګو په بائيکاټولو سره کوششو وکړ چې په خپل اند د ايران د ترقۍ او پرمختګ مخه اونيسي، خو ايراني سائنسدانانو په دغه صنعت کښې وښودله چې د امريکې بائيکاټونه يې د ترقۍ او پرمختګ لپاره په يو فرصت بدل کړي دي.
د فضاء په نړيواله هفته کښې شپږ اويا مورده برابرولې شي چې دا موضوع د داسې يو خوزښت ښودنه کوي چې په دې برخه کښې رامنځته شوے دے. هغه ډول چې د ارتباطاتو او ټېکنالوجۍ وزير محمد جواد آذري جهرمي وويل، ايران به تر څوارلس سوم کاله پوره د يو ميټر تصوير اخېستنې په دقت سره يو سيټيلائيټ په مدار کښې وګرځوي.
ايران اوس له يونيم سل نه تر دوه سوه کيلوګرامه سيټيلائيټونو يا سپوږمکيو د جوړولو په حال کښې دے او له لرې څخه په سنجونې او مخابراتي ماموريت سره د سيټيلائيټونو د جوړولو وس لري. دغه پرمختګ او توانمنۍ په ايران کښې د فضائي صنعت د ماهرينو لخوا د پلان شويو بېخ بنايو د ودې ښودنه کوي.
د ايران د فضائي ادارې مشر مرتضی براري د فضاء د نړيوالې هفتې د پرانېستې په مراسمو کښې وويل، د راتلونکي کال لپاره هم د دوو سيټلائيټونو يا سپوږمکيو جوړول په اېجنډا کښې لروو.
د پېژندل شويو علومو او ټېکنالوجيو څخه صحيح او منصفانه استفاده د ټولو هېوادونو حق دے او له دغو علومو څخه پکار دي د صنعت، کرهڼې، زېرمو، روغتيا، د آب و هوا د حالاتو، د فضاء د بدلونونو او د سېلابونو او طوفانونو د راتلو د اټکل په برخو کښې استفاده اوشي.
د دغه صنعت اهميت ته په پام سره د هېوادونو ترمېنځ سختې سيالۍ شتون لري چې د نرم او سخت اوزارۍ د بېخ بنايو په ودې سره په فضائي صنعت کښې لوړه رتبه ترلاسه کړي.
د سائنس او ټېکنالوجۍ د ودې او د خلاقانه اقداماتو د ځانګړتياو ترمېنځ د نړيوالې ادارې د ترټولو وروستي رپوټ له مخې د ايران امتياز په ترتيب سره ۲۷.۲ او ۳۲.۵ برابر دے چې د هېواد لپاره يې د نړۍ ۴۶ او ۴۵ رتبې په ډالۍ کښې راوړي دي.
د معنوي مالکيت د ادارې WIPO رپوټ هم د دې ښودنه کوي چې ايران د څلورو پوړو په ختو سره د نړۍ د نويو ټېکنالوجيو لرونکو هېوادونو په يويشتمې رتبه کښې او د مرکزي او جنوبي اېشيا په دويمه رتبه کښې راغلے دے.
فضاء ته د يو ژوندي موجود لرونکو او نه لرونکو څو سيټيلائيټونو لېږل له هغو مواردو څخه دي چې د نړۍ د فضائي کلب د يولسم غړي يعني ايران لپاره د سيټيلائيټ د لېږلو په بشپړه سېسټم کښې د نړۍ اومه رتبه او د سيټيلائيټ په پلانونې او جوړونې کښې د نړۍ دولسمه رتبه حاصله کړې ده. دغه خصوصيتونه ښودنه کوي چې د ايران اسلامي جمهوريت د سائنس او ټېکنالوجۍ د ودې خپل پروګرامونه په جديت سره مخ په وړاندې بيائي او د هوا او فضاء د صنعت د پراختيا لپاره هم د خصوصي ترجيح قائل دے.
-----------