ولايتي: ايران به د سيمې د هېوادونو د تقسيمولو لپاره د دښمنانو د سپېرۀ پلان په مقابل کښې مقاومت وکړي
(last modified Sat, 28 Dec 2019 11:43:50 GMT )
Dec 28, 2019 16:13 Asia/Kabul
  • ولايتي: ايران به د سيمې د هېوادونو د تقسيمولو لپاره د دښمنانو د سپېرۀ پلان په مقابل کښې مقاومت وکړي

په نړيوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر صلاحکار وويل: د ايران اسلامي جمهوريت د سيمې په هېوادونو کښې د هر ډول بهرني مداخلت خلاف دے او د سيمې د هېوادونو د کمزوري کولو او تقسيمولو لپاره د دښمنانو د ظلم، دسيسو، تيريو او سپېرو پلانونو په وړاندې ټينګ اودريږي او مقاومت به وکړي.

ډاکټر علي اکبر ولايتی نن په تهران کښې د سوريې د مختلقو قبيلو او پرګنو د مشرانو او شېخانو د يو پلاوي په کتنه کښې هغوي په سوريې کښې د مقاومت ستنې وبللې او زياته يې کړه، د امريکې د ولسمشر غېرعاقلانه دريځونه چې په ډاګه وائي په سوريې کښې له تېلو څخه د استفادې په وجه په دغه هېواد کښې شتون لري، يو ناروا اقدام،څرګنده غلا او د نړيوالو قوانينو خلاف ورزي ده.

 د معظم رهبر صلاحکار د دې په بيانولو سره د سوريې ملت او حکومت به ډېر زره ادلب د داعش ترهه ګرو له قبضې ازاد کړي او د فرات ختيځ ته به اورسي، ځکه چې دغه سيمه د سوريې له ملت سره تعلق لري، زياته کړه، که د سوريې په اساسي قانون کښې څه بدلون راځي  نو پکار دي د بل يو هېواد يا نورو خلقو له دخالت نه بغېر يوازې د سوريې د خلقو لخوا ترسره شي.

ولايتي همدارنګ د اسلام د فلسطين نيواکي زمکو  د ازادولو ضرورت او سيمې سره يې د تعلق په شان د ايران او سوريې د سټراټيجکو اشتراکاتو دلائلو ته په اشارې سره وويل: د سيمې د هېوادونو برخليک په خپلو کښې سره ګنډلے دے او که په سيمه کښې په  يو هېواد تېرے اوشي او لوټماري پرې اوشي نو پکار دي خاموشه پاتې نه شو او د يو بل په ملګرتيا او ملتيا سره پکار دي د ظلم په وړاندې ټينګ اودريږو.

 

ټیګونه