هیله ده چې امریکا د معقولیت لاره غوره کړي
د افغانستان تیر ولسمشر د تهران د خبرواترو په غونډه کښې وویل چې هیله لري د امریکې حکومت د عقل او معقولیت لاره خپله کړي.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې حامد کرزي د تهران د خبرواترو په غونډه کښې د خپلې وینا په پیل کښې وویل: زمونږ په ګران ورور قاسم سلیماني باندې د امریکې د حملې او د هغه د شهادت په وجه د ایران ستر ولس او حکومت ته د زړه له کومې تسلیت وایم.
هغه وویل چې ایران او افغانستان د تاریخ او کلتور له نظره یو بل ته ډیر نزدې هیوادونه دي. په ایران کښې زمونږ وروڼه له تیرو څلویښتو کلونو راهیسې د افغانستاني وروڼو او خوییندو کوربانه دي او هلته یې ښوونه او روزنه کوي.
د افغانستان دغه پخواني ولسمشر ټیګار وکړ: زمونږ امنیت، ثبات او ترقي د صلحې او امنیت لپاره زمونږ د ټولو په کوشش، شراکت او تفاهم کښې رامینځته کیږي او هیله لرم چې د امریکې حکومت یوه معقوله لاره خپله کړي.
هغه په دوام کښې وویل: هم داشان اروپا دې د روسیې او چین په ملګرتیا سره لااغیزناک او پياوړي اقدامات وکړي او هڅه وکړي چې امریکا ایټمي موافقې ته ستنه شي.
د تهران د خبرواترو غونډه له پرون سهار څخه په تهران کښې پيل شوې ده چې پر حامد کرزي سربیره په کښې د عمان خارجه وزیر یوسف بن علوي، تهران کښې د ځینو هیوادونو سفیران او یوشمیر سیمه ایز کارپوهان او نظرخاوندان شتون لري.