Jan 20, 2020 15:01 Asia/Kabul
  • دښمن د ایران د خلکو په وړاندې د کمزورۍ احساس کوي

محمد جواد ظریف: دښمن د ایران د خلکو په وړاندې د کمزورۍ احساس کوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د سردار سلیماني د جنازې په مراسمو کښې د ایران د میلیونونه خلکو ګډون ته په اشارې سره ټینګار وکړ: دښمن د ایران د خلکو په وړاندې د کمزورۍ احساس کوي.

د ایرنا د خبر له مخې محمد جواد ظریف نن د اسلامي شورا د استازو په ټول کښې، د ایران په وړاندې د امریکې سټراټجکو تیروتنو ته په اشارې سره څرګنده کړه: له هندوستانه واخلې تر لبنان او الجزایر او نورو هیوادونو پورې د نړۍ په څه باندې ۴۳۰ ښارونو کښې خلکو د مظاهرو په کولو سره د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني په ټرورولو کښې د امریکې اقدام وغنده.

ظریف هم داشان د ایران د دفاعي او توغندوي توان د پياوړتیا په ضرورت باندې په ټینګار سره څرګنده کړه: د ایران د خلکو د اتحاد او یووالي قدرت د اسلامي ایران د اقتدار سبب شوی دی.

 

ټیګونه