د ایران میرمنه د اسلامي نړۍ بریالۍ میرمن شوه
زمونږ خبریال وايي د ایران لیکوالې او ډایکریټرې میرمن نرګس ابیار په پاکستان کښې د دوه زره شلم (۲۰۲۰)میلادي کال د راهبر میرمنو د جایزې په نوم سره د اسلامي نړۍ د بریالۍ او د برترې میرمنې جایزه ترلاسه کړه .
د دوه زره شلم(۲۰۲۰) میلادي کال د راهبرو میرمنو جایزه د «هم نیټ ورک لمیټیډ» (Hum Network Limited) لخوا طراحي او ابداع شوي او لومړۍ پړاو یې د پاکستان د ولسمشر عارف علوي ، د سیند د صوبې د والي عمران اسماعیل او د پاکستان د ځینو سیاسي ، اقتصادي ،کلتوري او هنري شخصیتونو او په کراچۍ کښې د دیره خارجي ډيپلوماټانو په ګډون سره د سیند صوبې د والي په دفتر کښې ترسره شو .
په دغو مراسمو کښې په نړیواله برخه کښې د ایران د نامتو لیکوالې او ډایکریټرې میرمن نرګس ابیار او د پاکستان په ملي برخې کښې د ښځو د ټولنیزو چارو د فعالې او لیکوالې میرمن فوزیا سعید ، د جناح پوسټ ګریجویټ میډیکل مرکز د ایمرجنسي د برخې د مشرې سیمین جمالي او د بشري حقوقو د فعالې او د وکیلې میرمن جلیلا حیدر قدرونه وشوه .
نرګس ابیار په تیرو شلو (۲۰) کلونو کښې د ایران په بریالیو رمان لیکونکو میرمنو کښې شامله ده او هغه لس (۱۰)کاله مخکې د خپلو کیسو د اتلو میرمنو پراساس د فیلمونو په جوړولو سره وتوانیدله د ایران په سینما کښې په مشهورې ډایریکټرې بدله شي .
نرګس ابیار د «شیار »۱۴۳ ، «نفس» او «شبي که ماه کامل شد» په شان فیلمونو سره د ایران د سینما له سرحدونو ووتله او معتبرې نړیوالې جایزې یې وګټلې .