د امريکې غېرقانوني بنديزونه د نړيوالې روغتيا د امنيت په خلاف سخت ګواښ دے
(last modified Mon, 16 Mar 2020 00:27:37 GMT )
Mar 16, 2020 04:57 Asia/Kabul
  • د امريکې غېرقانوني بنديزونه د نړيوالې روغتيا د امنيت په خلاف سخت ګواښ دے

د ايران د اسلامي شورا د جرګې د ډېپلومېسۍ او ملي ګټو د فراکسيون مشر د امريکې د کانګرس غړې مېرمن ايلهان عمر ته په يو خط کښې وليکل: د امريکې غېرقانوني بنديزونه د نړيوالې روغتيا د امنيت په خلاف سخت ګواښ دے.

مصطفی کواکبيان په دغه خط کښې په دې باندې په تاکيد سره چې د امريکې بنديزونو روغتيائي او درمليزو ضرورياتو ته د ايران د خلقو د لاسرسائۍ خنډ شوي دي يادونه وکړه، ټول هېوادونه پکار دے د سياسي اختلافاتو او جغرافيائي فرقونو ته بې له پامه د کورونا وائرسو په وړاندې ټينګ اودريږي او د هغو د مخربو انساني، اقتصادي او اجتماعی اثراتو په کمولو کښې ملګرتيا وکړي.

کواکبيان د امريکې د کانګرس دغې غړې ته د دې په بيانولو سره چې سپينه ماڼۍ له دې حالت څخه د ايران د ملت په خلاف د يوې حربې په توګه استفاده کوي واضحه کړه، په  داسې حال کښې چې د ايران خلق د دغې بيمارۍ له زيانونو سره لاس او ګريوان دي له بده مرغه د امريکې حکومت د ايران د اسلامي جمهوريت په خلاف د اقتصادي محاصرې د کړۍ تنګولو ته دوام ورکوي.هغه  د خپل خط په دوام کښې د ايران د خلقو په خلاف د امريکې د حکومت په سياستونو باندې د مېرمن ايلهان عمر وروستيو اعتراضونو ته په اشارې سره هيله څرګنده کړه چې په  امريکه کښې د بشري حقوقو د حقيقي مدافعو نورو استازيو په ملګرتيا سره دغه انساندوستانه هلې ځلې به د ظالمانه بنديزونو د ختمېدو او له کورونا وائرسو سره د مبارزې لپاره د ايران خلقو ته د درملو او روغتيائي سامانونو د رسېدو سبب شي.

 

ټیګونه