د اسلامي انقلاب معظم رهبر:
له کورونا سره د مبارزې د ملي بسيج پلان به ګواښ په فرصت بدل کړي
Mar 16, 2020 07:24 Asia/Kabul
د اسلامي انقلاب معظم رهبر له کورونا څخه د مخنيوي او ورسره د مبارزې لپاره د ايران د روغتيا د د وزارت د هلو ځلو په قدرونې سره د بيمارۍ له پراختيا څخه د مخنيوي لپاره د ايران د ملي کمېټۍ او د روغتيا د وزارت د تدابيرو په لازم الاجرا والي باندې تاکيد وکړ.
حضرت آيت الله العظمي خامنه اي پرون په يو پېغام کښې د دې په بيانولو سره چې په ايران کښې له کورونا سره د مبارزې د ملي بسيج پلان به مصيبت په نعمت او ګواښ به په فرصت بدل کړي، واضحه کړه، له کورونا سره د ملي مبارزې د ملي بسيج پلان چې سائنسي اډاڼه ورته حاصله او له ديني، جهادي او انساني انګېزو سره مل دے يو کارآمده پلان دے.
معظم رهبر په دغه پېغام کښې د ايران د روغتيا د وزير او د هغه د ملګرو د توفيقاتو د زياتېدو او اجر دعا وکړه.