د جنوبي آفريقې او سوئيډن خارجه وزيرانو له ظريف سره د کورونا وائرسو په اړه ټيلفوني خبرې وکړې
(last modified Wed, 18 Mar 2020 00:23:18 GMT )
Mar 18, 2020 04:53 Asia/Kabul
  • د جنوبي آفريقې او سوئيډن خارجه وزيرانو له ظريف سره د کورونا وائرسو په اړه ټيلفوني خبرې وکړې

د جنوبي افريقې او سوئيډن خارجه وزيرانو بېګا د ايران د اسلامي جمهوريت له خارجه وزير محمد جواد ظريف سره په نړۍ کښې د کورونا وائرسو د خپرېدو او له دغو وائرسو سره د مقابلې لپاره د ټولو هېوادونو د ډله ايزې ملګرتيا د لازموالي په باره کښې صلاح مشورې وکړې.

د پارس ټوډې د رپوټ له مخې د جنوبي افريقې خارجه وزير نالېدي پانډور له ظريف سره په ټيلفوني خبرو کښې له کورونا وائرسو سره د مبارزې په زمينه کښې د ايران له اسلامي جمهوريت سره د ملګرتيا لپاره د خپل هېواد د چمتووالي اعلان وکړ.

محمد جواد ظريف په دغو ټيلفوني خبرو اترو کښې د قدرونې ترڅنګه د ايران د خلقو په خلاف د امريکې د غېرقانوني، يو اړخيزو او ظالمانه بنديزونو چې له خطرناکو وائرسو سره د ايران د اسلامي جمهوريت د مبارزې د لارې غټ خنډ دے د نه خيال ساتلو او ورسره د مقابلې په ضرورت باندې تاکيد وکړ.

د سوئيدڼ خارجه وزيرې  مېرن آن لائنډ هم له ظريف سره په ټيلفوني تماس کښې د دوو اړخيزو تعلقاتو او په نړۍ کښې له کورونا وائرسو سره د مقابلې د لارو چارو په اړه او سيمه ايزو مسائلو په اړه صلاح مشورې وکړې.

د کورنا وائرسو له خپرېدو وروسته د ايران خارجه وزير په دې وروستيو ورځو کښې د چين، برطانيې، روسيې، صربيا، آسټريا، فرانسې، سوئيزلېنډ، ناروے، پاکستان، کويت، عراق، آذربائيجان جمهوريت، اماراتو، کروشيا له خارجه وزيرانو او د اروپائي اتحاديې د خارجه سياست له مشر جوزپ بورل سره په نړۍ کښې د کورونا وائرسو د خپرېدو د وروستي حالت او له دغو وائرسو سره د ډله ايزې  مقابلې د لارو چارو او په دې اړه د ايران د اقداماتو څېړنه وکړه.

د وروستيو شمېرنو له مخې په نړۍ کښې لږ تر لږه يو لک پينځه اتيا زره تنه په دغو وائرسو اخته شوي دي چې له دغو څخه تقريباً اتيا زره تنو شفاء بيا موندې او له روغتونونو رخصت شوي دي او لږ تر لږه اوۀ نيم زره تنه هم مړۀ شوي دي.

 

ټیګونه