ايران ته د درملو او طبي سامانونو د صادراتو مخنيونکي هېوادونه د بشريت قاتلان دي
(last modified Thu, 19 Mar 2020 11:15:36 GMT )
Mar 19, 2020 15:45 Asia/Kabul
  • ايران ته د درملو او طبي سامانونو د صادراتو مخنيونکي هېوادونه د بشريت قاتلان دي

د ايران د قضائيه قوې د بشري حقوقو د کمېټۍ سېکتر وويل، هغه هېوادونه چې ايران ته د درملو او طبي سامانونو د صادراتو مخه نيسي د بشري حقوقو خلاف ورزي کونکي او د بشريت قاتلان دي.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې علي باقري کَني د دې په بيانولو سره چې د امريکې انډيوال ځينې هېوادونه په تېره بيا اروپائي هېوادونه د واشنګټن ظالمانه، غېرقانوني او زورويونکي بنديزونه اجرا کوي، وويل، د ايران په خلاف د امريکې او ځينو اروپائي هېوادونو د اقتصادي يرغل او ترهه ګرۍ لمن درملو، طبي سامانونو او خوراکي موادو ته هم رسېدلې ده. هغه زياته کړه، يو اروپائي هېواد په داسې حال کښې له دې مخکښې د ايران په خلاف د بشري حقوقو د پرېکړليک باني شوے ؤ همدا اوس د يوې خاصې بيمارۍ د پهو يا پټيانو د صادراتو مخنيوے کړے دے.

د ايران د قضائيه قوې د بشري حقوقو د کمېټۍ سېکتر د دې په بيانولو سره چې بنديزونه بې له څه تبعيضه د ايران د ټولو خلقو په خلاف اجرا کيږي يادونه  وکړه، اروپايان چې د بشري حقوقو ادعا لري پکار دي خېځل شي چې د امريکې دا ډول ظالمانه سياستونو پېروي کوي او په داسې وخت کښې چې ټول له کورونا وائرسو سره ښکېل دي له دغه غېر قانوني او غېر انساني اقدام څخه لاس نه اخلي.

 

ټیګونه