د ایران ولسمشر د هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله
زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني د نوروز اختر او د دیارلس سوه نهه نویم (۱۳۹۹)د هجري لمریز کال د پیلیدا په مناسبت په جلا جلا پیغامونو کښې د افغانستان د تاجیکستان د پاکستان د اذربایجان جمهوریت د ترکمنستان د ارمنستان د ترکیې د قزاقستان د قیرغیزستان د عراق او د ازبکستان مشرانو ته مبارکي وویله .
حسن روحاني پرون په دغو پیغامونو کښې د ۱۳۹۹ هجري لمریز کال د پیلیدا په مناسبت د مبارکۍ په ویلو سره د نوروز لرغوني اختر د رسیدا په هکله چې د ځمکې د غوړیدا موسم دی وویل د نوروز لرغونی او پرتمینه دود د مینې او د عشق پیغام راوړونکی دی او سپرلی د طبیعت په بدن کښې د ژوند د روح پو کیدل ، د خداي پاک د قدرت نندرې ته وړاندې کیدا، د نوي کیدا او د خلکو له بدن او زړونو څخه د غبار او د دوړو د ختمیدا موسم دی .
د ایران ولسمشر حسن روحاني ډاګینه کړه د روان کال نوروز اختر له بده مرغه ایران او ډیرو هیوادونو ته د کورونا وایروس له ورتلو سره په یووخت دی او دغه چارې د دغه خطرناک وایروس له کړکیچ څخه د تیریدا لپاره ملګرتیا ته اړتیا له تیروخت څخه زیاته ضروري کړي ده .
هغه ټینګار وکړ د نوروز د تمدن د حوزې هیوادونه باید د درملو او د دوایانو د امکاناتو په برابرولو سره له یوبل سره مرسته وکړي چې په دغه ناولي ویروس غلبې سره د نوروز جشن د خپلو ملتونو د برکت او د سلامتیا د تامینولو په مراسمو بدل کړي .
نن د جمعې ورځ د ۱۳۹۹ هجري لمریز کال د وري د میاشتې لومړۍ(۱) نیټه ده چې د ایران له لرغوني پړاو څخه په ځاې پاتې د یوه(۱) ترټولو لرغوني جشن یعني د نوروز په نوم سره د نوي کال د پیلیدا ورځ او جشن دی .
د نوروز اختر جشن په ایران کښې جرړه لري او په دنیا کښې څه دپاسه درې سوه (۳۰۰) میلیونه خلک د ایران دخلکو د زاړه دود یعني د نوروز اختر جشن لمانځي .