په ایران کښې نوی لمریز کال نن پېل کیږي
Mar 20, 2020 06:20 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي نوي لمریز کال (۱۳۹۹) نن د ایران د اسلامي جمهوریت له رسمي وخت سره سم د سهار په اوه (۸) بجې ، نولس دقیقې(۱۹) او اوه دیرش (۳۷) ثانیې (۷:۱۹:۳۷)پېل کیږي .
نن د ۱۳۹۹ هجري لمریز کال د وري د میاشتې لومړۍ(۱) نیټه ده چې د ایران له لرغوني وخت څه پاتې د یوه(۱) ترټولو زاړه او لرغوني جشن یعني د نوروز په نوم سره دنوي کال د پیلیدا د جشن ورځ ده .
دنوروز اختر چې په ایران کښې جرړه لري د نړۍ په څه دپاسه لسو (۱۰) هیوادونو کښې په رسمیت پیژندل شوی دی .
دغه راز په ایران ، افغانستان ، تاجیکستان ، اذربایجان جمهوریت ، ازبکستان ، ترکمنستان ، قزاقستان ، قیرغیزستان او البانیا کښې د نوروز اختر په مناسبت رسمي چټي ده .