لاریجاني د نوروز په مناسبت د پارلیمانونو مشرانو ته مبارکي ورکړه
د ایران د اسلامي شورا مشر د نوروز د تمدني سیمې د هیوادونو د پارلیمانونو مشرانو ته د نوي کال د رارسیدو مبارکي ورکړه.
علي لاریجاني پرون مازیګر د افغانستان، ترکیې، تاجکستان، عراق، آذربایجان جمهوریت، ازبکستان، قرقیزستان، قزاقستان، ترکمنستان او پاکستان د پارلیمانونو مشرانو ته په جلاجلا پیغامونو کښې د ۱۳۹۹ کال د نوروز د لرغوني اختر مبارکي وویله.
ښاغلي لاریجاني په دغو پیغامونو کښې ویلي چې د ایران اسلامي شورا (پارلیمان) د متقابل احترام په بنیاد او د امنیت، پرمختګ او سوکالتیا او هم داشان د هراړخیزې اقتصادي، سیاسي او کلتوري پراختیا د رامینځته کولو په موخه د هر ډول پارلیماني ملګرتیا په تیره بیا له ګاونډیانو سره د دغې ملګرتیا هرکلی کوي.
د ایران د پارلیمان مشر هیله وښودله چې دا نوی کال د ولسونو لپاره له مثبت بدلون او پرختتګ او عدالت سره مل وي.