له کورونا سره د مقابلې لپاره ايران ته د چين د طبي مرستو لېږد دوام لري
Mar 21, 2020 12:13 Asia/Kabul
له کورونا سره د مقابلې لپاره د چين د حکومت او ملت ډالۍ کړې شويو طبي سامانونو څلور نورې پېرې ايران ته راورسېدې.
د ايرنا د رپوټ له مخې له کورونا سره د مقابلې لپاره د چين د حکومت او ملت بشر دوستانه مرستو په دوام کښې ايران ته له دېرشو ټنو زيات طبي او روغتيائي سامانونه راولېږل شول.
تر اوسه له کورونا سره د مقابلې لپاره د چين او حکومت لخوا تهران ته د طبي روغتيائي او درمليزو سامانونو او مرستو اتلس پېرې رالېږلې شوې دي.
په نړۍ کښې د مرګونو وائرسو د خپرېدو او ورسره د هر اړخيزې مبارزې د ضرورت باوجود امريکه هم هغه شان د ايران په خلاف د خپل له زيات نه زيات دباو د سياست په چوکاټ کښې خپلې بائيکاټي پالېسۍ ته په دوام ټينګار کوي او په متواتره توګه د تهران په خلاف نويو بنديزونو ته دوام ورکوي.