په ايران کښې په کورونا وائرسو اخته تقريباً نهه زره تنه ښۀ شول
Mar 24, 2020 16:37 Asia/Kabul
د ايران د روغتيا وزارت وويل: تر اوسه هغه اته زره نهه سوه ديارلس کسان چې په ايران کښې په کورونا وائرسو اخته شوي وو ښۀ شوي او له روغتونونو رخصت شوي دي.
د ايران د روغتيا د وزارت د عمومي تعلقاتو او اطلاع رسونې د مرکز مشر کيانوش جهانپور نن د خبريالانو په ټول کښې په ايران کښې په کورونا وائرسو اخته څلوريشت زره اته سوه يولس تنو ته په اشارې سره وويل، له بده مرغه د يو سل او دويشتو بيمارانو په مړينې سره په هېواد کښې د دغې بيمارۍ له کبله د وفات شويو کسانوشمېر يو زر 934 تنو اورسېد.
جهانپور زياته کړه، تر اوسه په ايران کښې له کورونا سره د مقابلې د ملي رضاکارانه پلان کښې له يوڅلوېښت ميلينو زيات کسان آزمائنې شوې دي.